اطلاعات روز: کابل کې د متحده ایالاتو سفارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دې هېواد او بریتانیې په ګډه افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
کابل کې د متحده ایالتونو سفارت نن (سهشنبه، ۱۲ د زمري) د دواړو هېوادونو په ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني مالستان ولسوالۍ کې د ۴۰ ملکیانو وژنه که کره شي، «جنګي جنایت» ګڼل کېدی شي.
یاده ګډه خبرپاڼه کې لیکل شوي: «هزاره توکم وګړی تل د داعش ډلې او طالبانو د موخه ییزو وژنو هدف ګرځېدلي دي. موږ د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ۴۰ ملکي وګړو د وژنې په اړه خبر شوی یو. که دغه پېښه کره وي، نو جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.»
د امریکا سفارت وایي، د بشرحقونو د سرغړاوي موارد باید وڅېړل شي. سفارت په دوام کې لیکلي چې د برتانیا او متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.
د دې دواړو هېوادونو له خوا افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه په داسې مهال ده چې اوسمهال د هېواد په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ نښتې روانې دي. د اړونده بنسټونو په وینا چې په دې نښتو کې ملکي وګړي خپل ژوند بایللي او زیان ویني.
څو ورځې وړاندې یونما د روان زېږدیز کال لومړۍ نیمایي کې د ملکي وګړو مرګ – ژوبلې راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی و چې که د جګړې وضعیت همداسې دوام وکړي، د ملکیانو مرګ – ژوبله به لا هم زیاته شي.