د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پرون د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند یوې چاودنه کې درې ورونه چې ټول نظامیان ول، وژل شوي دي.
ښاغلي صالح نن (یکشنبه، ۲ لیندۍ) پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې ورونو نومونه خلیلالله احمدزی، خانالله احمدزی او صفیالله احمدزی یاد او ویلی یې دي، چې دغه کسان د دوی پر لیږدوونکي موټر پسې نښل شوي ماین چاودنې وژلي.
صالح ویلي، دغو ورونو هر ورځ په یو موټر کې او له یوې لارې تګ راتګ کاوه. هغه له ټولو دولتي منسوبینو غوښتي، چې په خپله دې لومړني امنیتي مسایل پام کې ونیسي: «بیا هم له ټولو دولتي منسوبینو غوښتل کیږي، چې وضعیت درک کړي او پوه دې شي چې حالت عادي نه دی او په خپله دې لومړني امنیتي مسایل پام کې ونیسي.»
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې له دې «نوي» حالته د وتو لپاره ویښتابه او ټولیزې همکارۍ ته اړتیا ده او مخنیوی یې د ټولو لارو بدلون غواړي.
د تېرې ورځې په سهار د کابل پولیسو وویل، چې د کابل ښار دولسمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا مېنې سیمه کې یو رنجر موټر د چسپکي ماین موخه ګرځېدلی. د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي و، په دې چاودنه کې یو نظامي وژل شوی او درې نور نظامیان ټپي شوي دي.
له بلې خوا، امرالله صالح ویلي، پرون پر کابل ښار توغندیزو بریدونو کې، ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپيان دي. له دې وړاندې کورنیو چارو وزارت په دې بریدونو کې د اتو وژل شویو او ۳۱ تپيانو راپور ورکړی و.
صالح ویلي، له هغو وسلو چې په دې بریدونو کې ترې ګټنه شوې، د شمالي په کلیو کې پیدا کیږي. هغه ټینګار کړی چې د ګاونډ ولایتونو ادارو سره په همغږۍ به د دې وسلو د لېږد شبکې وپېژني.