د نجیبې بهار او حسین رضایي نیمګړې مینه

نوییمه دقیقه کې بایلل، اضافه وخت کې یې جبرانول

خبریال: سهراب سروش

ژباړن: بهادرخان رحماني

«په ۱۳۶۸ل کال کې د داینکډي ولایت شارستان ولسوالۍ «زردني» کلي کې پیدا شوې ده. په ۱۳۸۶ل کال کې د «غاف نسوانو لېسې» څخه د ۹۸ نمرو په ترلاسه کولو سره اول نمره فارغه شوې ده. له فراغت وړاندې دوه کاله د همدې ښوونځي ښوونکي هم پاتې شوې. تر اوسه د ښوونځي دورې ښوونکو په یاد کې ده. په خپل پیدایښتځي کې یوه بېلګه یا الګو ده.»

یو

د جمعې مازدیګر، د ۱۳۹۴ل کال د پسرلي وروستۍ ورځ ده. په میلیونونو وګړي، له میلیونونو کیسو سره د کابل واټونو کې د خوړو قابونو پسې روان دي. هېڅوک اسمان کې الوتونکو مرغیو پسې سترګې نه غړوي. دغه راز د باغونو ګلانو او هغو مچیو پسې، چې هوا کې الوت کوي. پل سرخ کې، د «باربیکیو» رسټورانټ شاخوا، څو مرغۍ له پاڼو ډکو ولې ونې منځ کې، لوبې کوي. لږ لېرې، د دیوال لاندې په اوږدو کې د غرفې منځ کې یو ۲۷ کلن ځوان خپلې لمریزې عینکې سګرت داني څنګ ته ایښي او داسې ښکاري، چې څو رقمي دوه عدده په خپل ذهن کې ضربوي، یوې ناڅرګندې نقطې ته پام وړی. پاس خوا کې یې مرغۍ خپلې وزرې پړقوي.

څو شېبې وروسته، د رسټورانټ کارکوونکی یې مخې ته یو ترموز چای، پیاله او د شیرینیو یو قاب ږدي. چای ورته اچوي، وروسته سګرت لګوي او وروسته بیا د خپل ګرځنده موبایل سکرین پرانېزي. نوموړی دومره خپل ګرځنده موبایل ته ګوري، چې د مبایل پر پاڼه یې د سګرټ ایرې غورځي او تر هغې چې خپل حال ته راځي ایرې د کالیو لسټوني کې غورځي. خپل سګرټ ښه قوي کشوي او دود یې څو شېبو لپاره خپله خوله کې ساتي. وروسته هغه په کاغذي دستمال په ډېر شدت پوف کوي. او بیا خپلې ګوتې د پیالې شاوخوا کړۍ کوي او له ځمکې یې پورته کوي. د چای څکلو پر مهال د خپلې فیسبوک پاڼې په پیام ځي کې لیکي: «سلام». یوه مرغۍ د ښاخ له سره الوځي.

هېڅوک نه پوهیږي، چې هغه مرغۍ چېرته لاړه، خو «سلام» له ثانیې کم وخت کې د اسمان وریځې شلوي او د ختیځ پر لور، جاپان کې د «هیوګو» ولایت مرکز «کوبې» ښار پر لور روانیږي. د کوبي ښار د ورېځو او بادونو لاندې لوند دی، پر پوستکي نمتیا یا رطوبت وریږي، څو ثانیو کې تښتي او څو دقیقو کې پر ښار خپلې وزرې خوروي. د کوبې پوهنتون شاوخوا د کال بې وخته باران له امله د جلغوزو ونې بوی تازه اخیستی، هلته چې ودانۍ د یو ښار هومره او خونې د یوې دښتې په اندازه پراخې دي.

په زرګونه زده کړیالان، په خونو او د میزونو تر شا، له دې پرته چې سر پورته کړي او له دې پرته چې سر وښوروي، خپل درسونه وایي. یو ناڅاپه د یوې انجلۍ د مبایل «نوټیفیکیشن» غږ کوي. «سلام» رسېدلی هلته. انجلۍ خپل ځان سره فکر کوي، د دغه سړي، چې پرون مې یې بلنه و منله، څوک کیدی شي؟ خپلې ګوتې د مبایل پر الفباوو تېروي. ناڅاپه د پل سرخ غرفې له منځه، د اوږد قد ځوان د فیسبوک پیامځي کې درې ټکي ور رسيږي، یو بل ټکی یې د سینې په منځ کې: «سلام، تاسو؟»

ځوان ځواب ورکوي: «اغلې نجیبه بهار! زه حسین رضایي یم. ابن سینا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو ماسټرۍ برخې زده کړیال. پوهنتون یوه څېړنه را ته کورنۍ دنده راکړې، چې باید تر سره یې کړم. دا چې تاسو هلته جاپان کې کتابتون ته لاسرسی لرئ، غواړم اقتصادي پراختیا او په ځانګړي ډول د اقتصادي پراختیا موډل برخه کې څو مقالې را واستوئ.»

نجیبه د مرستې ډاد ورکوي. څو ساعته وروسته حسین ته څو مقالې ورلېږي؛ هغه مقالې چې هېڅ وخت نه لوستل کیږي، ځکه حسین د جاپان اقتصادي پراختیا موډل پوهېدو پسې نه دی، د بلدتیا یا پېژندنې پراختیا پسې دی. هغه مقالې له نجیبې سره د ملګرتیا او اړیکې موندې لپاره یوه پلمه ده. اړیکه رامنځته شوې.

دوه

ناسمه دې وا نه خیستل شي؛ حسین رضایي په مجازي پاڼو کې سرګردانه او د لیونتوب په سرعت کې نیولی او د سطحي نیونې په ناروغۍ کې نه دی؛ د هغوی له راتګه چې هره ورځ په ساعتونو دې بې روحه پاڼو ته ننوځي او رسالت یې دې ټولنیزو شبکو ته د وړیا نظرونو او فکرونو خپرول دي؛ له هغوی سره چې هېڅ فکر او نظر یې له تجربو سره یوځای نه دی او لنډ فکره دي. له جذب تر دفعې د ژوند ټولې پېښې یې، په یوې تنګې مجازي تورې خونې کې تېرېږي؛ له هغوی چې پیسې یې د پلار له جېبه وځي او له خپله ځانه خوښ دي. نه؛ حسین ښه پوهیږي، چې ژوند کې یې له خپل ځان سره حساب څو، څو دی او د خپل ژوند لوبې په کومه دقیقه کې دی.

له ۱۳۶۵ل کاله چې د بامیانو ولایت ورس ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی، تر ۲۷ کلنۍ یې له بېوزلۍ، مرګونو او کړاوونو زده کړي. لومړنۍ زده کړې یې په خپل زېږنځای کې کړي. وروسته کابل ته راغلی او له ډېرو هلو ځلو سره له حبیبیې لېسې فارغ شوی. په ۱۳۸۷ل کال کابل پوهنتون ته بریالی شوی. د ټولنیزو علومو، فلسفې او ټولنپوهنه یې لوستې. په ۱۳۹۰ل کال کې له هغې ځایه فارغ شوی. ۱۳۹۱ل کال کې یې بخدي خبري اژانس، بشر حقونو موسسې او د تاوتریخوالي له منځه وړلو کې یې کار کړی دی.د ۱۳۹۲ خزان کې یې، د «اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې» څېړونکی و. له هغې وخت وروسته تر اوسه په همدې دنده کې دی. په ورته مهال د ماسټرۍ پروګرام هم مخته وړي. هغه پوهیږي چې دغه فرصتونه ورته اسانه لاس ته نه دي ورغلي. فرصت هېڅکله په اسانه لاس ته نه راځي، خو اسانه له لاسه وځي. لکه څنګه یې چې د ورونو راتلونکې له لاسه تللې. اوس هغوی د اسلامي جمهوریت په ښارونو او دښتو کې خواره دي. د پلار عمر یې پای ته ورسېد.

اوس یې پر قبر شنه بوټي ټوکېدلي. څنګه یې چې خور له لاسه لاړه او غم یې د مور قد کوږ کړ. اوس یې له خوره درې ماشومان پاتي؛ هغه ماشومان چې له حسین پرته په دې نړۍ بل څوک نه لري. حسین هم هغوی کابل ته راوستي، ښوونځي کې یې شامل کړي. هر وخت چې هغوی په خندا ګوري، دی له ډېرې خوشحالۍ ژاړي.

دا خوښي یې د خپلو بې پایه هڅو پایله ده، هغه هڅه چې له هغې یې یو محقق یا څېړونکی جوړ کړی دی. د څېړنې مالي امتیازاتو یې هغه ته دا فرصت ورکړی چې د خپل ژوند له کړاوونو لږ راووځي او پام یې شي چې شاوخوا یې څومره خالي ده او څومره یواځې ده! اوس یې وخت دی چې خپل یواځیتوب له یو چا سره ګډ کړي. جاپان کې یې له نجیبه بهار سره یوځای کوي؛ هغې نجلۍ سره چې د هغې په اړه له «ستاینې» پرته په بل څه نه پوهیږي. دوه ورځې وړاندې له هغې چې حسین له هغې د جاپان اقتصادي ودې موډل په اړه د مرستې غوښتنه وکړي، د حسین یو نږدې ملګری چې د افغانستان معادن او پټرولیم وزارت کې د نجیبې له همکارانو او ملګرو و، نیم ساعت یې د نجیبې په اړه هغه ته خبرې کړې وې.

«په ۱۳۶۸ل کال کې د داینکډي ولایت شارستان ولسوالۍ «زردني» کلي کې پیدا شوې ده. په ۱۳۸۶ل کال کې د «غاف نسوانو لېسې» څخه د ۹۸ نمرو په ترلاسه کولو سره اول نمره فارغه شوې ده. له فراغت وړاندې دوه کاله د همدې ښوونځي ښوونکي هم پاتې شوې. تر اوسه د ښوونځي دورې ښوونکو په یاد کې ده. په خپل پیدایښتځي کې یوه بېلګه یا الګو ده. ۱۳۸۶ل کال کې کله چې لوړو زده کړو وزارت پرېکړه وکړه، چې د ښوونځیو عمومي اول نمره ګان به د یوې ازادې سیالۍ له لارې او د هر ولایت ځانګړې برخې پر بنسټ، د هندوستان بورسیو ته ورپېژني، نجیبې دغه بورس لاس ته راوړه. ۱۳۹۰ل کال کې، د عثمانیه پوهنتون څخه یې د کمپیوټر ساینس لیسانس لاس ته راوړه. افغانستان راغله او د معادن او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو ریاست کارکوونکې شوه. ۱۳۹۳ل کال کې جاپان ته ولاړه. اوس د فوق لیسانس زده کړې د کوبې کمپیوټر انسټېټیوټ  (Kobe Institute of Computing) کمپیوټر ساینس برخه کې تر سره کوي.»

حسین د همدغو ستاینو پسې دی، چې نجیبې ته د ملګرتیا غوښتنه ورلېږي. د ملګرتیا غوښتنه منل کیږي. د مرستې غوښتنه هم منل کیږي. له یوې میاشتې کمې موده کې بریالی کیږي، چې د ټیلیفون شمېره ځان سره ولري. له دوو میاشتو کې کمه موده کې په ځلونو ټیلیفوني خبرې کوي. درې میاشتې وروسته، د ۱۳۹۴ل کال خزان کې، حسین احساسوي، چې هغه ته بیخي تازه احوال او مالومات ور رسېدلي. ډېر یو ښه وضعیت کې دی. نږدې تل د هغې په اړه فکر کوي. تل غواړي هغې سره په اړیکه کې اوسي. پر فیسبوک پاڼه عاشقانه شعرونه خپروي. کله یې چې انځور ګوري، هیښ کیږي. کله یې چې غږ وا نه وري، بې خوبه کیږي او بیا هم هغې ته فکر کوي.

په همدې جوړي شوي وضعیت کې، د دفتر له خوا د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په یو ماموریت

چې د روڼتیا نړیوال سازمان له خوا د لیتوانیا په پایتخت ویلینیوس ښار کې پر لاره اچول کېده، وټاکل شو. لیتوانیا افغانستان کې سفارت نه لري. هغه د ویزې ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته ځي. اسلام اباد کې شپه د هوټل خونه کې خوب نه ورته. د نجیبې یاد یې لکه باران نرم پر روح لګېږي او بې خوده کوي یې. زنګ ور وهي او په ساده ټکو ورته وایي: ما سره واده کوې؟

د نجیبې ځواب په یو ساده دلیل منفي دی: «موږ یو بل هېڅ نه پېژنو» خو حسین په زرګونه دلیلونه په خپل لستوڼي کې لري. خپل دلیلونه په زر کلیمه ییزو لیکنو کې میاشت په میاشت ایمیل کوي. پنځه میاشتې تېرېږي. د ۱۳۹۵ل کال نوروز کې خپله وروستۍ لیکنه لیکي: «د دې لپاره چې د خبرو اترو ور دې بند نه کړ او د دې اجازه دې را کړه چې زه په ځلونو خپلې خبرې وکړم او ټینګار وکړم، مننه کوم، خو له دې وروسته دې نه کړوم، پوره کوم یې…»

هماغه وخت چې حسین غواړي وروستۍ یې کړي، نجیبه یې پیلوي: «او سړیه تا دا موضوع ډېره کلکه نه ده نیولې! کولی شې زما مور او پلار راضي کړې؟ زه ان که پر تا عاشقه هم یم، هېڅکله هم نه غواړم پلار او مور مې، چې ما ته یې اجازه راکړه څو زده کړې وکړم، خپلو خوبونو ته ورسېږم، پر ټولنیزو نه نرمېدونکو رواجونو یې سترګې پټې کړې او په هندوستان او بیا جاپان کې یې زه له زده کړو را ستنه نه کړم، خپه کړم.» د حسین ځواب پرېکنده او قناعت ورکوونکی دی: «موږ هغوی خوشحالوو!»

له ښي ګس خوا ته دویمه نجیبه بهار ده

درې

شپږ میاشتې وروسته، د ۱۳۹۵ل کال د خزان په اوله کابل ته راغله. مخامخ لومړۍ لیدنه یې د خزان په یو ورځ د کابل شهرنو «جمیرا» رسټورانټ کې وه. نجیبې له جاپانه یو قلم چې بېلګه نه لري، حسین لپاره او ماسټرۍ سند خپل هېواد لپاره ډالۍ راوړي. په هغه سند سره ډېر ژر د معادن او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو ریاست کې د ډیټابیس مدیرې په حیث په کار لګیږي. په ټول خوځښت او هڅونې سره کار ته ځي. هر ځل چې حسین ورته زنګ وهي تکیه کلام یې «دیدلاین» وي. هر څومره چې کیږي باید دغومره کارونه په دې ورځ تر سره کړم. ان د جمعو په ورځو هم د کار په اړه خبرې کوي. حسین وایي: ولې دومره کار کوې؟ تر اوسه دې لیدلي چې څوک د افغانستان په دولتي ادارو کې کار وکړي؟

نجیبه وایي، زه خو نه غواړم چې د ډېټابېس مدیره پاتې شم. باید ژر ترفیع واخلم، باید د افغانستان خوسا بروکراسي په یوې نوې ټکنالوژۍ واوړي. باید پروسیجرونه او کړنلارې ساده شي. مدیریت او راپور ورکونې چارې ډېرې اسانې کړې. کارونو ته یې ډېر پام ور وبښه. جاپان او افغانستان په ورته مهال خپلواکي ترلاسه کړې، خو هغوی پرمختګ کړی او موږ پر شا تګ.

خو حسین فکر کوي چې له جمعې ورځو پرته بل هېڅ څه هم مانا لرونکي نه دي؛ جمعې چې په ځنډ راځي او ژر ځي؛ جمعې چې ټولې ذهني بوختیاوې او مسوولیتونه نور څنګ ته ځي او هغوی یو بل ته ډالۍ ورکوي او د یو بل سترګو کې پاتې کېږي. نجیبې ته د حسین لومړنۍ ډالۍ یوه جوړه غوږوالۍ او یوه حلقه ګوتمۍ ده. نجیبې خپلې غوږوالۍ په غوږونو کې ځوړندې کړي. د یاقوتو ګوتمه يې په ګوتو کې ځلیږي. له حسین مې وپوښتل څه احساس دې لره؟ ویل یې لکه د مولانا شعرونه. نور مې و نه پوښتل، چې مولانا څه ویلي، ځکه خپله پوهېدم چې مینه، د مولانا مذهب دی، مینه د هغه «د ټولو لاملونو طبیب» دی. د هغه په نظر انسان له هماغې شېبې چې مینه تجربه کوي، د ژوند بڼه یې بدلیږي. مخکې له دې چې میین شي، پوهیدلی یا ناپوهېدلی خپل ځان د نړۍ مرکز ګڼي. خو همدا چې میینیږي، خپل جوړښت یې بدلیږي او مرکز یې له «ځانه» «معشوقې» ته کډه کوي، داسې چې د اړتیا پر وخت له خپلې مینې ځان قربانوي.

حسین لکه څنګه یې چې نجیبه د لیدو تږې ده، همداسې یې دی هم د ژر راتلو بېړه لري. د ۱۳۹۵ل کال د تلې میاشتې وروستیو ورځو کې، کابل ته د نجیبې له رتګ یوه میاشت وروسته، مشر ورور یې له ورس ولسوالۍ شهرستان ولسوالۍ ته په بلنه «خواستګاري» لېږي. د لیندۍ میاشت کې بیاځلي ورور شهرستان ولسوالۍ ته ځي، خو د نجیبې پلار د حسین د ورور په ځلونو ورتګ دغه راز د ځایي قومي مخورو او د پارلمان یو وکیل منځګړیتوب ته هېڅ غاړه نه ږدي. د ژمي منځ کې حسین په خپله دایکنډي ته ځي. ټول هغه څه چې د ژمي د یوې اوونۍ سخت سفر څخه یې کابل ته راوړي، یواځې تر «نوروزه» صبر دی. د ۱۳۹۶ل کال نوروز کې خپله مور لېږي. دا ځل یې هم پلار ځوابوي، چې په نا مستقیمه توګه د «نه» په مانا ده: یو میلیون افغانۍ ولور غواړم. نجیبه حسین ته وایي، هغه دا یو میلیون افغانۍ د دې لپاره وایي، چې تاسو لاس په سر شئ او که دا شرط دې ومانه، هغه به هېڅ پیسې له تاسو و نه غواړي.

خو بالاخره له ډېرو کړاوونو وروسته یې د پلار هوکړه ترلاسه کېږي. کوژدنې لپاره یې چابکتیا نشته. دواړو د پسرلي ټول موسم کې په شور او شوق خپلو کارونو ته ځي. د روژې په اختر کې په خپله حسین هم شهرستان ته د هغوی کور ته ورځي او د نجیبې د کورنۍ له خوا یې ګرم ښه راغلاست کیږي. له ډېرې خوښۍ جامو کې نه ځاییږي: «هېڅ باور مې نه کېده. پر ذهن او روان مې فشار راووست، چې هسې نه په رواني ناروغۍ اخته شوی نه یم.»

دا ځل د کوژدنې نېټه ټاکي: د لوی اختر دویمه ورځ. کله چې کابل ته بېرته ګرځي، یواځې او یواځې د کوژدنې مراسمو په تیاریو فکر کوي. ټول هغه څېزونه چې باید واخلي، لیستوي یې. په اوونۍ کې شپږ ورځې کار کوي او د اوونۍ پای کې پېرنه. نه غواړي رخصتي یې خرابه شي. غواړي خپلې رخصتیانې د کوژدنې له مراسمو وروسته ته وساتي: «زموږ پرېکړه دا وه، چې له کوژدنې وروسته لږ وخت لپاره بامیانو کې پاتې شو.»

نږدې څلوېښت ورځې یې د کوژدنې مراسمو ته پاتي، خو هغوی دومره تیار شوي، چې همدا سبا یې مراسم دي. د ۱۳۹۶ل کال د زمري شپږمه، حسین له نجیبې سره لنډې خبرې کوي او وایي: «نن شپه غواړم ورونو سره مې په ایران کې خبرې وکړې. هغوی مې کوژدنې ته رابولم. بیا موږ سبا شپه ډېرې کېسې کوو.» نجیبه وایي: «رښتیا نڅا سره بلد یې؟ که نه یې باید تر هغې وخته یې زده کړې.» پر هغې شپه حسین تر ۱۱:۳۰ له خپلو ورونو سره خبرې کوي او بیا ویده کیږي.

د هغې شپې پر سبا، ټاکل شوې «روښنایي غورځنګ» لاریونونه وکړي. په همدې خاطر نجیبې رخصت اخیستی. خو مخکې له ویده کېدو د خلکو شورا خبرپاڼه لولي، چې د لاریونونو لغوه کېدل یې اعلان کړي. جاپان کې یې ټولګیوال او په معادن او پټرولیم وزارت کې یې همکار خورشید ابراهیمي سره اړیکه کوي، چې سبا کار ته راشي، «ضرب الاجل» لري.

څلور

د ۱۳۹۶ل کال د زمري دویمه، سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې نجیبه د دشت برچي «پل خشک» سیمه کې د وزارت لېږدونکي موټر ته پورته کېږي او بیاځلي خورشید ته پیام پرېږدي. تر «ګولایي دواخانه» سیمې پورې ور سره خبرې کوي. په دې سیمه کې هټیوال یو یو خپلې هټۍ خلاصوي. هلکان او نجونې ښوونځيو ته ځي. ټکسیانې له یو بله تېرېږي. باد د ونو پاڼې رپوي. د نجیبې او همکارانو لېږدوونکی «کاسټر» موټر په ارامه سړک پر سینه روان دی. ناڅاپه یو «ټویوټا» ډوله موټر د دوی پر کاسټر ورجنګيږي. ګروووم، د ماین چاودنه! د اور لمبې او دود هوا ته ځي. ودانۍ لړزیږي او ښیښې لکه د اوبځوړ له هوا ځمکې ته راتوییږي. پر سړک یوه لوړ قامته ښکلې پېغله چې شېبې وړاندې په هوا کې نڅېدله، له ثانیې کم وخت کې په یوې نابینا زړې ښځې، چې خپله امسا یې په ژمي کې ورکه کړې وي، بدلیږي. له اسمانه لاس او پښې، بوټان او خولۍ، غوښه ،اوسپنه او وینې وریږي، ایرې بادیږي. خاورې غورځېږي.

خورشید ابراهیمي د چاودنې غږ په داسې وخت کې اوري چې غواړي له خپل کوره حرکت وکړي. په زبون وهلي حال نجیبې ته پیام پرېږدي؛ چیرته یې؟ څراغ یې بند شوی. وروستي څه یې چې لیکلي، دا دي: «حرکت وکړه!»

د ږلۍ په ورېدو سره د حسین ټیلیفون ته زنګ راځي: ځانمرګی شوی. چیرته یې؟ د چاودنې غږ دې واورېده؟ ژر نجیبې ته زنګ وهي. شمېره یې بنده ده. دویمه شمېره یې هم بنده ده. د نجیبې خور ته زنګ وهي او ورته وایي، د نجیبې شمېرې بندې دي. حسین د ګولایي دواخانې سیمې خوا حرکت کوي. هلته رسیږي. پولیس لار نه ورکوي. وایي، ټپيان او جسدونه روغتونونو ته لېږدول کیږي. د دارالامان له لارې استقلال روغتون ته ځان رسوي. اووه ټپيان او پنځه جنازې له هغه وړاندې هلته رسېدلي دي. امبولانسونه یو بل پسې له لارې رسیږي. هېڅ ښځه ټپي نه ده. مړي نه پېژندل کیږي. یو وایي: د ځانمرګي موخه د معادن وزارت د کارکوونکو لېږدوونکی موټر و. حسین احساسوي، زړه یې دروند شو. دومره دروند چې همدا اوس یې خپو ته وغورځي.

یو دېوال ته کښېني او ټولو ته زنګ وهي. د نجیبې ځینې خواخوږي او ملګري استقلال روغتون ته رسیږي. د سهار ۷:۳۰ دقیقې دي. پلټنه پیلیږي. د شپې نږدې تر لسو ټول روغتونونه لټوي، خو هېڅ کومه نښه یې نه ده موندلې. د هېڅ نښې نه موندنه، د نجیبې د ژوندۍ پاتې کېدو په مانا ده. په همدې کشمکشونو کې وېره او هیلې اوبه کیږي او لمبه اخلي. شاوخوا ۱۱ بجې یو انځور پیدا کوي؛ د یو سوځیدلي او په وینو لړلي لاس پنجه، چې له مړونده پرې شوې. هغه د معادن وزارت یو کارکوونکي ثبت کړې. حسین یې چې ویني، پېژني یې. هغه ګوتمۍ یې چې نجیبې ته ډالۍ کړې وه، تر اوسه یې هغه ګوتمۍ پرې ایښې نه ده. وېره، هیله له پښو غورځوي. نور نو نجیبه ژوندۍ نه ده. یواځې یو روغتون یې نه دی لیدلی؛ افشار سیمه کې، د پولیسو روغتون.

۱۲ بجې هلته رسېږي. د روغتون پر دیوالي ټلوېزیون خبرونه ګوري: نن سهار د ګولایي دواخانې سیمه کې ماین چاودنې، ۳۱ تنه ووژل او ۵۰ نور ټپي شوي دي. کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې پېښې ټول قربانیان د معادن وزارت کارکوونکي، هټیوال او تېرېدونکي کسان دي. دغه راز په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور موټرې او لسګونه مغازې له منځه تللي دي. د افغانستان کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، په دې پېښه کې د یاد وزارت ۱۸ کارکوونکي وژل شوي، چې د ۱۵ جسدونه یې پېژندل شوي او دریو نورو یې لا نه دي پېژندل شوي. د طالبانو ډلې د دې برید مسوولیت منلی.

د حسین پر اوږو د ټولې نړۍ بار لویږي. په دې وخت کې هغه باید د نجیبې له خور سره روغتون ته ننوځي او هغه جنازې وګوري چې نه پېژندل کیږي. لومړی وار دی چې جسدونه ګوري. هغه جسدونه چې مخ نه لري، لاس او پښې نه لري. یا یې لري خو پښې بدن نه لري. د غوښو سوځېدلې ټوټې، تیکه تیکه، بېلې بېلې د یو بل ترڅنګ پرتې دي. د نجیبې خور له لږې پلټنې وروسته د خپلې خور غوږبالۍ پېژني. ویلې شوې خو پېژندل کیږي. همدلته بې هوښه کیږي.

نور هم سم په هوښ کې نه دي. په دې سره له هغې ځایه پر بېلابېلو روغتونونو وېشل کیږي څو د نجیبې د بدن ټوټې له روغتونونو راټولې کړي. حسین او یو دوه نور ملګري یې د لاس پسې ګرځي. خپلې پلټنې د پېښې له ځایه پیلوي، خو ښاروالۍ د ستاینې وړ(!) چټکتیا سره د پېښې ځای پاک کړی دی. وینې یې د سړک غاړې ویالې ته په اوبو پاکې کړي دي. سړک د ټرافیکو پر مخ پرانیستی. تر چې سترګې کار کوي، ودانۍ او شاوخوا مغازې، لکه د مخکې غوندې خپلې خولې سړک لوري ته خلاصې کړي دي. ونې لوڅې او تورې شوې دي.

د انځور سرچینه: نیویارک ټایمز

له غم او وحشته پرته له هغې ځایه بل څه لاس ته نه رواړي. د پولیسو دریمې حوزې ته ورځي. له هغې ځایه عدلي طب مرکز ته. د لاس انځور یې د عدلي طب کارکوونکو ته ورښیي. حسین نېغ په نېغه سړې خونې ته وړي. د سړې خونې مسوول لکه یو کیلو غوښه یې چې اخیستې وي، یوه پلاستیکې کڅوړه یې په یوې ګوته کې ځړولې او حسین ته یې ور مخکې کړه. افسوس د یوې ذرې همدردۍ!

د نجیبې خپلوان د هغې تابوت هم عدلي طب ته راوړي. لاس هم تابوت کې ږدي. د مازدیګر شاوخوا څلور بجې، له هغې ځایه تابوت دشت برچي کې د امام حسن مجتبی جومات ته وړي. نه کیږي، جنازې ته غسل ورکړي. په غسل ورکولو به ورژېږي او اوبو سره به لاړه شي. شېبې وروسته دوه عرادې «فلان‌کوچ» ډوله موټر کې دایکنډي ولایت خوا ته خوځېږي. د زمري په درېیمه، خاورو ته د نجیبې د سپارلو مراسم تر سره کیږي. د هغې د څلوېښتۍ مراسم د لوی اختر په دویمه، هماغه ورځ چې د کوژدن لپاره یې ټاکل شوې وه، تر سره کیږي.

د نجیبه بهار ارامځای، خاورې ته د سپارلو لومړۍ ورځ یې

پنځه

کله چې حسین خاورو ته د خپلې محبوبې له سپارلو وروسته کابل ته راځي، نور هغه حسین نه دی. سینه یې له خلا ډکه ده. ذهن یې له شوره شړیږي. نړۍ یې سترګو کې خالي او ژوند ورته بې مانا دی. داسې لکه یو خالي لوښی یا لکه یو سوځېدلی څراغ، لکه د یوې مڼې پاتې شوني، لکه د مرغیو پرېښودل شوې ځاله، لکه یوه بې مېوې ونه او یا لکه بې مانا ټکی. ورځې په همدې ترتیب شپې او شپې سبا کیږي. د کال فصلونه یو بل پسې رسیږي. خزان، ژمې، کال نوی کیږي. د ۱۳۹۷ل ټول کال په غم کې تېروي. له ځانه سره فکر کوي، چې کابل کې ژوند لپاره هیلې نشته، هر وخت شونې ده چې کابل کې ځانمرګي د خلکو ژوند واخلي. کابل کې ژوند په نوییمه دقیقه کې لوبه نه ده، اضافه وخت کې یې هڅه ده. په همدې سره پرېکړه کوي، دا چې په خپله کړاو تېر کړي غوره ده تر څو یې خوریونه او د کور غړي په ماتم کښېني. په نهایت کې «خپل غږ او نور راتلونکي ته منظموي»

هېڅکله د نجیبې له کورنۍ سره خپل اړیکه او صمیمیت نه پرې کوي. وخت تېرېږي او یو بل کال هم پر تاریخ ورزیاتیږي؛ هغه تاریخ چې د هېرونې استاد دی. دا د حسین له روان سره تر ټولو اړین او جدي هڅه ده. څنګه کولی شي، چې د نجیبې بهار یاد هېر کړي؟ څنګه کولی شي د هغې نوم او یاد یې له ځان سره راتلونکې ته یوسي؟ د دې پوښتنو ځواب د «نجیبه بهار د زده کړو او کتابتون مرکز» په نوم یو فکر په واسطه وشو. د روان کال پسرلي کې دغه مفکوره له خپلو ملګرو او د نجیبې له کورنۍ سره شریکوي. د هغوی په هڅونې، د ۱۳۹۸ل کال له نوروز یوه اونۍ وروسته، د کتاب او د نقدي پېسو د مرستې ټولونې لړۍ په ټولنیزو رسنیو کې پیلوي. ټاکل شوې چې د زده کړو دغه مرکز او کتابتون د دایکنډي مرکز «نیلي» کې جوړ شي. تر اوسه له ۳۰۰ ډېرو کسانو د مرستې ټټر وهلی. شاوخوا ۵۰۰۰ جلده کتابه راټول شوي دي. له ۲۰۰ زرو ډېرې نقدې پیسې هم لاسته راغلې دي. که څه هم دا هر څه ډېر په زړه پورې دي، خو بسنه نه کوي. د کتاب ټولونې لړۍ او هر راز مرسته لا هم دوام لري. زه له تولو ښو انسانانو او له پوهو او با خبره ملګرو غواړم، چې دې طلایي فکر ته د رسېدو لپاره را سره یو ځای شي.

حسین ما ته وویلې، چې د نجیبې بهار د زده کړو مرکز او کتابتون په جوړولو سره، څو موخې څارم:

لومړی دا چې د ځانمرګي برید د قربانیانو له یاده وتو سره یو ډول مبارزه ده. قربانیان باید هېر نه شي. د تېر هېرول، د هغې د تکرار په مانا ده. لېږدوونکي عدالت ته د رسېدو لپاره، لومړنۍ خبره د قربانیانو د هېرېدو مخنیوی دی. د قربانیانو یادونه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د شکنجې په مانا ده؛ دویم، سمه ده چې موږ د نجیبې بهار په یاد د زده کړو مرکز او کتابتون پیلوو، خو موخه او مخاطب مو راتلونکی دی. زده کړو برخه کې ګډون او د نجیبې د زیاتولو لپاره مو ګام اخیستی. موږ غواړو د دې مرکز له لارې، ډېرې نجیبې ټولنې ته وړاندې کړو. راتلونکي نسل ته د زده کړو زمینې برابرې کړو او په ښکاره ووایو، چې اوسنۍ نسبي او کمې لاسته راوړنې په ډېر لوړ قیمت لاس ته راغلي؛ درېیم، غواړو فضا تروریزم او فساد ته تنګه کړو. زده کړه، د تروریزم پر وړاندې تر ټولو ځواکمنه وسیله او د فساد پر وړاندې تر ټولو مهمه کړنلاره ده. موږ له ټولو غواړو، چې د تروریزم هر فعالیت ته د زده کړو او یو کلتوري فعالیت سره ځواب ووایي. په دې بڼه موږ به د ترورېزم او فساد پر وړاندې بریالي شو. حسین په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې په دې ورځو کې طالبان او ځانمرګي هم د سولې خبرو پر مېز او هم د جنګ په ډګر کې، لکه ښاماران په کمین کې دي. څه مالومه ده، چې دا احتمالي سوله هسې و نه اوسي، چې په خپله خپل ټول ارزښتونه، خپلواکۍ او خپل شته مو په کاشوغو او پنجو په قابونو کې دې ښامارانو ته کېږدو او دوی مو تېر نه کړي؟!