هند کې افغانان

هند کې د بند پاتې افغانانو هېواد ته د لیږد بهیر پیل شو

اطلاعات روز: هند هېواد کې د افغانستان سفارت وایي، د طالبانو په لاس د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته، په هند کې د سلګونه بند پاتې افغانانو وتنې بهیر پیل شوی دی.

هند کې د افغانستان سفارت نن (شنبه، ۱۷ د تلې) پر خپلې فیسبوکپاڼې یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته سلګونه افغانان چې اکثریت یې د درملنې لپاره هند ته تللي ول، د هوايي پروازونو د بندښت له امله بند پاتې شول.

د سفارت په وینا، له بند پاتې افغانانو سره د دومداره اړیکو او له دوی سره د ممکنه همکاریو او لارښوونو په موخه د میکانیزم له ایجاد وروسته له کوربه هېواد سره په همغږۍ هېواد ته د بند پاتې افغانانو د انتقال پر بهیر کار پیل شو.

سفارت وایي: «تر ټولو لومړۍ ډله چې ۱۰۶ نفره کیږي چې د روان ۱۴۰۰ کال د تلې د میاشتې په ۱۶مه نېټه چې د جمعې له ورځې سره سمون خوري د ماهان ایراني هوايي شرکت له لوري لومړی تهران او له هغې وروسته په نښلوونکي الوتکه کې کابل ته ولیږدول شول.»

د سفارت په وینا، په دې الوتنه کې شدیدو ناروغانو، ماشومانو او میرمنو ته د تګ لومړیتوب ورکړل شوی و.

د خبرپاڼې په وینا، په هند کې بند پاتې افغانان چې د لنډې مودې په موخه له محدودو امکانانو سره هند ته راغلي وو د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې له سخت اقتصادي او بشري حالت سره مخامخ شوي.

د افغانستان سفارت د ایران له لارې د بند پاتې افغانانو د انتقال ترڅنګ په نورو مختلفو لارو کار روان کړی ترڅو په خوندي او مناسبه توګه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

سفارت لیکلي: «په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي فرید ماموندزي د هند له حکومت او ایران اسلامي جمهوریت څخه مننه کړې چې له بند پاتې افغانانو د لیږد او له خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو په کار کې یې همکاري وکړه.»

هند کې د افغانستان سفارت وایي، د بند پاتې افغانانو د انتقال لړۍ به روانه وي، هغه کسان چې خپله، کورنۍ او یا دوستان یې هند کې بند پاتې دي د دوی د انتقال په موخه دې د سفارت د رسمي اړیکو له لارې تماس ونیسي او یا دې هم په هند کې د افغانستا سفارت قونسلي برخې ته مراجعه وکړي.