ډالر

له کندهاره پاکستان ته د ډالرو قاچاق؛ «بازار پاکستانیو کالدارو نیولی، ډالر ورک دي»

اطلاعات روز: د کندهار د صرافۍ مارکيټ اتحاديه وايي، له هېواد څخه د ډالرو قاچاق زيات شوی او هره ورځ په ميليونونه پاکستانۍ کالدارۍ د صرافۍ مارکيټونو ته راوړل کيږي او په بدل کې يې پاکستان هېواد ته ډالر قاچاقيږي.

په کندهار کې د صرافانو د اتحادي مشر حاجي قندي اغا وايي، له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ډالرو رانيول او خرڅول بند شوي دي د افغانستان د مارکيټونو څخه د ډالرو ټولول پیل شوي دي.

هغه وايي د ډالرو دغه ډول قاچاق ځکه د اندېښنې وړ دی چې د پخوا په پرتله يې قاچاق زيات شوی دی او ډيرو خلکو د ډالرو قاچاق خپل کار وبار ګرځولی دی.

نوموړي وویل: «پاکستان هم ډالر بند کړل، فروشات اوس د پاکستان بانک نه کوي اوس د پاکستان څخه خلک راځي دلته ډالر اخلي، تاسو خبر ياست چې په پاکستان کې اوس يو ډالر په ۱۷۱ کالدارې دی په ازاد بازار کې په فروش رسيږي خو زموږ په مارکيټ کې دغه ډالر په ۱۸۲ باندې دی دلته د کالدارو حجم بيخي زيات شوی دی ځکه دلته اوس ډالر نسته.»

د کندهار يو شمير صرافان او عام خلک وايي د پاکستان څخه يو شمير کسان راځي او دلته له مارکيټونو څخه ډالر ټولوي چې له امله يې اقتصادي برخې ته زيات زيان رسول شوی دی.

دوی وايي دلته چې څومره د ډالرو په مقابل کې د افغانيو ارزښت کميږي په هغه اندازه د توکو قيمتونه ورسره لوړيږي، په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنيدو سره لسګونه زره خلک وزګاره شوي هم دي.

هغه وایي: «زه دلته د صرافۍ په مارکيټ کې کميشنکار يمه، دلته چې د ډالرو قيمت لوړيږي خلکو ته يې زيان رسيږي، موږ دلته هره ورځ وینو چې خلک ډالر اخلي او بهرنيو هېوادونو ته يې وړي چې تاثير یې اوس هم په بازارونو کې ليدل کيږي او د هر شي قيمتونه ورسره لوړ شوي دي.»

د کندهار يو بل اوسيدونکی بابي هم د ډالرو غير قانوني قاچاق سخت انديښمن کړی دی او زياتوي چې که له هېواد څخه د ډالرو قاچاق دغه ډول دوام وکړي، خلک به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.

نوموړی زياتوي چې د کندهار څخه پاکستان هره ورځ په لوړه کچه ډالر انتقاليږي او د پاکستان څخه افغانستان په ميليونه کالدارې راوړل کيږي چې اوس ټول بازارونه د پاکستانۍ کالدارو ډک دي.

بابي وايي: «پر تيلو او ګازو د ډالرو لوړ قيمت زيات تاثير اچولی دی، نظام بدل شوی دی اوس خو په پاکستان کې د کالدارو سرمايه هيڅوک نه خوښوي هر څوک هڅه کوي چې خپله سرمايه په ډالرو بدله کړي ځکه تاسو پوهيږئ چې کالدارو بیخي ارزښت د لاسه ورکړی دی.»

له دې سره د اقتصادي چارو شنونکي بیا له افغانستان څخه په غير قانوني ډول د ډالرو ايستل د هېواد په زيان يادوي.

د اقتصاي چارو يو شنونکی رحمت الله پښتون وايي، د ډالرو دغه ډول قاچاق به په راتلونکي کې د افغانيو پر ثابت نرخ منفي تاثير ولري او افغانۍ به د نورو بهرنيو اسعارو په پرتله ارزښت د لاسه ورکړي.

هغه وایي: «ډالر د افغانستان څخه پر داسې بحراني حالت کې وتل له زيانونو څخه خالي نه دي. تاثير به يې د افغانستان پر اقتصادي برخې ډير زيات وي يو تر ټولو لوی تاوان به يې پر پولي برخې وي ځکه کله چې بازارونه له ډالرو څخه خالي شي ورسره يو ځای به افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي په راتلونکي کې به د توکو نرخونه نور هم جګ شي.»

د افغانستان د بانک چارواکي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي.

په داسې حال کې د افغانستان څخه د ډالرو د قاچاق راپورونه خپريږې چې د سياسي بدلونونو وروسته د هېواد په ټولو بازارونو کې د توکو نرخونه زيات لوړ شوي دي او خلک يې د اخيستلو توان نه لري.