عالم ګل حقاني

عالم‌ګل حقاني: کابل کې به بېرته ډېر ژر د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ مرکزي ادارې چارسمبالی عالم ګل حقاني وایي، سر له سبا به د هېواد په نورو ۱۴ ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش لړۍ پیل شي.

د باختر دولتي خبري اژانس د خبر له مخې چې ښاغلي حقاني نن (یکشنبه، ۱۴ د لېندۍ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبري ناسته کې وویل چې فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، روزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر هغه ولایتونه دي چې سبا به په کې د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شي.

ښاغلي حقاني ویلي چې کابل کې به هم د پاسپورټونو درول شوې لړۍ بېرته ډېر ژر پیل شي.

د پاسپورټ ادارې مشر له خلکو غوښتي چې جعلي سندونو سره دې د پاسپورټ اخیستو هڅه نه کوي او کمېشن‌کارانو ته دې پیسې نه ورکوي.

عالم‌ګل حقاني د ولایتونو له استوګنو هم وغوښتل چې د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره دې مرکز ته نه راځي، بلکې له خپلو ولایتونو دې واخلي.

د پاسپورټونو وېش لړۍ د تلې په ۱۳مه کابل کې پیل شوه خو د لړم په ۲۵مه د «تخنیکي ستونزو» له امله ودرېده.

د ویلو ده چې له دې وړاندې په ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندوز، خوست، پکتیا، پروان، کاپیسا، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان د پاسپورټونو وېش پیل شوی او دوام لري.