حنفي

د افغانستان بانک ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره پر یوې کړنلارې کار کوي

اطلاعات روز: د افغانستان بانک وایي، دا بانک د مالیې وزارت او اقتصادي کمېسیون سره په ګډه همکارۍ د یوې داسې کړنلارې په جوړولو کار کوي، چې پلي‌کېدو سره به یې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتنه کې مرسته وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۲۴مه) پر ټوېټر یو وېډیویي پیغام کې د ریاست‌الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له خولې ویلي، چې «کافي» ډالر شته او د صرافانو د احتکار او د پیسو د قاچاق مخه نیول کېږي.

ښاغلي حنفي ویلي: «اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی، سوداګریز بانکونه د دې توان لري چې د ملت اړتیاوې پوره کړي، کافي ډالر شته، سیاسي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېږي، فساد صفر شوی او د صرافانو د احتکار او د پیسو د قاچاق مخه نیول کېږي.»

د افغانستان بانک وایي، د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال دا څرګندونې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره د نوموړي په مشرۍ د مالیې وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ د نشراتو رییس، د صنعت او سوداګرۍ، کورنیو چارو، دفاع، کرنې او اوبو لګولو وزارتونو او د برښنا او استخباراتو ریاستونو له باصلاحیته استازو سره په ګډه د صرافانو ټولنې له استازو سره ناستې لرلې چې ښې پایلې یې درلودې.

ښاغلي حنفي په دې ناسته کې د افغانستان کانونو، ټاپ او ټاپي پروژو د پلي‌کېدو او زیات شمېر نورو لویو اقتصادي پروژو په برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري د پانګې اچونې په برخه کې د علاقه‌مندۍ یادونه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ډول پروژو پر پلي کېدو سره به د هېواد اسعاري اړتیاوې پوره، صادرات به زیات شي او په ټول هېواد کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

د ریاست‌الوزرا دوی مرستیال دغه راز په دې ناسته کې یادونه کړې چې صرافان د هېواد د اقتصادي وضعیت پراختیا او د خلکو د کارونو پراختیا کې مثبت رول لري.

نوموړي دغه راز ویلي چې په راکړه ورکړه کې د افغانیو ترویج په برخه کې ټولنیزې رسنۍ، عالمان او والیان او متنفذین مهم رول لوبولی شي.