طالبان

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین: سپټمبر میاشت کې د ټاپي پروژې کار پیلوو

اطلاعات روز: د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وفا حاجیوف ویلي، دغه هېواد به د ټاپي پروژې کار د روان کال په اتمه یانې سپټمبر میاشت کې پیل کړي.

ښاغلي حاجیوف دغه خبرې پرون (شنبه، د مرغومې په ۱۸مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه ویلي: «ښاغلي حاجيیف د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترکمنستان به د سپټمبر په میاشت کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.»

ښاغلي حاجیوف په دې برخه کې د افغان-ترکمنستان د ګډ کار پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې ټوېټ کې ویل شوي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت معین عباس ستانکزي دغه پروژه د منځنۍ او جنوبي اسیا نښلولو لپاره مهمه یاده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په ټوېټ کې راغلي: «ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د ترکمنستان هیواد د بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ ټرانزیټي لار د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د نښلولو لپاره مهمه ده او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړ.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په وینا چې دواړو لوریو د مالیې معافیت، د پروژو لپاره د ځمکو د استملاک پر څرنګوالي، تعرفو او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیز ټرانزیټي دهلېز پر تړون هم خبرې کړې دي.