اغزن سیم

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: اغزن تار طالبانو سره په موافقه بشپړوو

اطلاعات روز: د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار لګولو پاتې چارې به د طالبانو حکومت سره په موافقې بشپړې کړي.

شیخ رشید دغه خبرې پرون (جمعه، ۲۴ د مرغومې) اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته کړي. هغه ویلي چې د ډیورنډ پر کرښه ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار لګول شوی او اوس یوازې د ده په وینا چې ۲۱ کیلومتره پاتې دی.

هغه په خپلو خبرو کې طالبان د پاکستان ورونه وګڼل او زیاته یې کړه چې د اغزن تار لګولو برخه کې به د طالبانو موافقه واخلي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر دې څرګندونو ته طالبانو څه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې ځایي طالب نظامي چارواکو د پاکستان له خوا د اغزن تار لګولو مخنیوی وکړ.