ژیل

د ژيل په نوم سړی

د هغه فرانسوي ښوونکي او مرستندوی کيسه چې له نيمي پېړۍ افغانستان ته کار کوي

خبریال: عابر شایګان

ژباړن: امید اشنا

د کابل ښار په يوه عادي دفتر کې، چې د بهرنيو موسـسو له تجملي دفترونو سره ورته والی نلري، د ښاغلي ژيل افغان همکاران له هغه سره د خداي پاماني لپاره راټول شوي دي. هغه ۷۳ کلن سړی چې يوه لسيزه افغانستان کې ښوونکی او ځينې زده کوونکي يې د افغانستان د وروستيو څو لسيزو د بدلونونو پېژندل شوي کسان و؛ لکه د طالب ضد جهادي قومندان احمدشاه مسعود. له افغانستان سره له ۵۴ کلنې اړيکې، سفر، کار او مرستې وروسته فرانسې ته ستيږي. ښايي د تل لپاره يا هم کېدی شي وروستی ځل نه وي، خو وايي نور ژوند ته ډېره تمه نلري.

د مېلمه پالنې په حيرت کې

ايتيان ژيل په ۱۹ کلنۍ کې په ناسي پوهنتون کې رياضي لوستله. د خپل ملګري او ټولګيوال “لويي په وژو” په غوښتنه يې د ترکيې، اېران او افغانستان د سختې لارې يون پيل کړ. په ۱۹۶۶ کې څلور ټولګيوالو دوه مياشتينی ځمکنی سفر پيل کړ. له اېران وروسته يې د نامشهور افغانستان پر خاوره پښه کېښوده. فکر يې نه کاوه چې د دوه ګاونډيو هېوادونو تر منځ واټن به ۲۰ کيلو متره وي. د اوړي په ګرمي کې له درندې پنډې سره په دې ټوله لاره پياده ولاړل، تر څو د افغانستان سرحدي پوليسو ته ورسېدل.

په پاسپورټونو يې د افغانستان د ويزې له لګېدو وروسته د سپرلي موټر په انتظار کېناستل، خو پرته د نفتو له يوه موټره يې بل څه د تګ لپاره ونه موندل. د موټر پر سر د لمر تړکې ته کېناستل، تر څو هرات ښار ته ورسېدل او د چادري پر سر ښځو پر ليدو هېښ شول. ايتيان او ملګرو ته يې دا حالت د ورته حيرانوونکو نورو منظرو د ليدو پیل و او فکر يې کاوه چې ښايي تر دې عجيب څه وويني.

د هرات په يو نيمه ماډرن هوټل کې له يو، دوه شپو دمې وروسته کندهار ته روان شول. هلته له يوه کندهاري سړي سره بلد شول، چې دوی څلور واړه يې له ځان سره خپل کور ته بوتلل. د ناپېژندل شويو مېلمنو ګرمه مېلمه پالنه دې ځوانو ګرځندويانو ته حيرانوونکې پديده وه: “په کندهار کې مو يو سړی وليد او د يو څه پوښتنه مو ترې وکړه، بيا يې موږ مېلمانه کړو او ډوډۍ يې راکړه. موږ حيران پاتې شو چې دا څومره ښه هېواد او ښه خلک يې دي چې موږ نه پېژني او خپل کور کې مو مېلمانه کوي. “

ښاغلی ژيل چې کله د کندهار له سفر وروسته د کابل په پښتونستان واټ کې له موټره ښکته شو، د پاتې کېدو او د سفر له پنډې سره د استراحت او خوب د ځای په لټه کې و. د ملک اصغر څلور لارې په يوه مناسب ځای کې په څادر د پناه ځای جوړولو په اړه له چا پوښتي، لاروی ورته وايي چې ولې خپل کور ته نه ځي؟

“بيا هغه سړي له ځان سره کور ته بوتلو، نوم يې سروري و. يو بهرنی ځوان، په يو نوي هېواد کې، چې له خلکو سره په چلند نه پوهيږي. موږ فکر کاوه چې هغوی ته مزاحمت کوو او بايد د غرمنۍ په وخت کې يې په کور کې ونه اوسو چې موږ ته د ډوډۍ تيارولو ته اړ نشي. موږ هغوی ته له ويلو پرته بازار ته لاړو او ډوډۍ مو وخوړه. ۵ يا ۶ بجې به وې، چې بېرته يې کور ته ورغلو. پوه شو چې څه شوي، هغوی ناراحته و. موږ باندې ووتو، چې مزاحمت ورته ونکړو، خو هغوی زموږ پر دې کار خفه شوي و. “

د ګرځندويانو دا ځوانه ډله د هېواد په ختيځ کې جلال اباد، په مرکز کې باميان، په شمال کې بلخ او په شمال ختيځ کې بدخشان ته له تګ يوه مياشت وروسته فرانسې ته ستانه شول. هغه څه چې دې ځوانو ګرځندويانو له ځان سره يوړل او له خپلو فرانسوي ملګرو سره شريک کړي، درې عجيب او متضاد شيان و، يو بېوزله، فقير او د مډرنېزم د وړانګو لرونکی افغانستان.

د عسکري پر ځای معلمي

ښاغلی ژيل چې کله له پوهنتون څخه فارغ شو، د فرانسې د هغه وخت دولت پرېکړه وکړه هغه ځوانان چې لوړې زده کړې لري، د يونيم کال عسکري پر ځای دې نورو هېوادونو ته ولاړ شي او معلمي دې وکړي. ژيل هوډ وکړ چې د عسکري پر ځای افغانستان ته ولاړ شي او معلمي وکړي. د ۱۹۶۹ کال په پسرلي کې کابل ته راغی او د کابل په استقلال لېسه کې يې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. د ژیل دا هوډ سرسري او ناڅاپي نه وه.

ژیل چې له کله په ۱۹۶۴ کې د اعليحضرت ظاهر شاه د سلطنت پر مهال په يوه فرانسوي ورځپاڼه کې د اساسي قانون د تغير په اړه خبر ولوست او بيا يې د افغانستان په اړه د ليکوالانو يونليکونه او خاطرې ولوستې، په دې هېواد پورې يې زړه تړلی و. د پاچا ظاهرشاه د سلطنت پر مهال د افغانستان څلورم اساسي قانون چې د ۱۳۴۳ کال د وږي په ۲۹ (سپټمبر ۱۹۶۴)  د ۴۵۵ کسيزې لويې جرګې لخوا تصويب شو، د متن په تدوين کې يې د “لويس فوجر” په نوم يو فرانسوي متخصص هم و. دا اساسي قانون د اسلامي هېوادونو په ډله کې د وخت تر ټولو ښه اساسي قانون و او دا خبر په نړيوالو رسنيو کې خپور شوی و. په دې اساسي قانون کې د مذهبي او دولتي بنسټونو تر منځ بيلتون منل شوی و. د دې اساسي قانون لومړۍ مادې، د ۱۹۳۱ کال د اساسي قانون برعکس چې حاکميت يې د مذهب پر اساس باله، حاکميت يې د خلکو خپل وباله. د ښځې او سړي تر منځ برابري، د قانون پر وړاندې د قومونو برابري، د بيان آزادي، د خصوصي مالکيت ملاتړ او د سياسي ګوندونو جوړولو حق د دې اساسي قانون نوي موارد و.

هغه زده کوونکي چې يو څوک شول

ښاغلي ژیل د معلمي په لومړي کال، د استقلال لېسې درې يوولسم ټولګيو ته په فرانسوي ژبه د رياضي درس ورکاوه. د دې لېسې د لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو زده کوونکو کيميا، فزيک او رياضي  په فرانسوي ژبه لوستله. استقلال لېسه په کابل ښار کې د هلکانو فرانسوي ښوونځی دی، چې په ۱۹۲۳ کې د شاه غازي امان الله خان د واکمني پر مهال جوړ شوی دی. لومړيو کې يې نوم امانيه و، خو په ۱۹۳۲ کال کې په استقلال لېسه بدل شو. د ايتيان د معلمي لومړی کال ستونزمن و. غوږوهونکو زده کوونکو هغه ازاراوه؛ يوه زده کوونکي ورته ښکنځل کړي و، چې ژيل يې ډېر خفه کړی و: “يوه زده کوونکي په ټولګي کې ښکنځل وکړل او فکر يې وکړ چې زه نه پرې پوهېږم، خو متاسفانه زه پر دې ښکنځلو پوهېدم. ما ته يې مرده ګاو وويل. زه د ښوونځي مدير ته ورغلم او ورته مې وويل چې دا زده کوونکی په ټولګي کې نشم منلی او بايد واېستل شي. “

ځينې نور کسان هم د ژيل زده کوونکي و، چې د شوروي او خلق ديموکراتيک پر وړاندې له جګړې نيولې د افغانستان تر کورنيو او د وسله والو طالبانو تر رژيم وروسته جمهوري دولت کې يې رول درلود يا لري، لکه: نجيب منلی، د ولسمشر د نړيوالو مکاتباتو ليکونکی او د اطلاعات او کلتور او ماليې وزارت سلاکار؛ امين کريم، د حزب اسلامي د رهبري هيئت غړی؛ همايون تندر، په فرانسه، بلجيم او برتانيا کې د افغانستان پخوانی سفير؛ امين وردک، په وردکو کې د احمدشاه مسعود پخوانی قومندان.

ښاغلی ژيل وايي چې د يوولسم (ب) ټولګي زده کوونکی، احمدشاه مسعود آرام او ګوښه ګير و، چې ځان يې ډېر نه ښوده: “اول چې احمدشاه مسعود مشهور شو، ما نه پېژانده چې زما شاګرد و؛ ځکه چې موږ په احمدشاه پېژانده، خو په فرانسه کې په مسعود مشهور شو. د وړتيا په منځني حد کې و او پُلي تخنيک پوهنتون ته بريالی شوی و. “

ومې پوښته دا چې ځينې شاګردان يې جهادي قومندانان شول، څنګه احساس کوي؟ يو فرانسوي متل يې تکرار کړ او ويې ويل چې د هغوی له ډلې ځينو ته بايد نصيحت وکړي، خو دا چې د فرانسوي زده کوونکو په پرتله له ځينو افغان زده کوونکو سره صميمي اړيکې لري، خوښ دی: “فکر کوم کله چې يو انسان سياسي کيږي، سیاسي او ګوندي هدف يې له انساني ارزښتونو ورته مهم کيږي. په فرانسه کې يو متل لرو، چې هدف ته د رسېدو وسيله بايد پاکه وي، زه ملګرتيا ته زیات ارزښت ورکوم، دا راته مهمه نده چې هغوی کومه لاره وټاکله. “

په ۱۹۷۰ لسيزه کې چې د افغانستان سياسي فضا خړه پړه وه. په لنډ وخت کې دوه کودتاوې وشوې؛ په ۱۹۷۳ کې د داودخان او په ۱۹۷۸ کې د افغانستان د خلق ديموکراتيک. د داودخان حکومت له اقتصادي ستونزو او د زياتې برخې له نارضايتي سره مخ و. په عين حال کې د خلق ديموکراتيک ګوند په دولت کې د نفوذ زياتولو او دولت يې د لاس لنډولو په هڅه کې و. دې سياسي جنجالونو د ښاغلي ژيل پر زده کوونکو هم اغېز کړی و. هغوی له ځان سره ټولګي ته راډيو راوړله او سياسي حالت او بدلولونه يې تعقيبول، خو ژيل دا کار نشوای ور سره منلی. هغه وايي چې د داودخان د حکومت په دوران کې اقتصادي وده او پراختيا پڅه وه او ځينو ډلو د خپلو ګټو لپاره خلک تحريکول؛ تر دې چې لاريونونه پيل شول او استقلال مکتب وتړل شو.

“افغانستان د پرمختګ پر لور روان و، خو سياسي ستونزې هم وې او خلکو ويل چې پرمختګ پڅ دی او بايد چټک وي. ځينو ډلو چې د خپلو ګټو په فکر کې و او د پرمختګ فکر ور سره نه و، خلک يې تحريکول. البته هغه وخت هيله مندي زياته وه. “

د دري ژبې د زده کړې په هڅه کې

ايتيان ژيل له دري ژبې سره ځانګړې ليوالتيا لري. د کابلي لهجې په دري خبرې کوي. وايي د دري ويلو کچه يې منځنۍ ده او غواړي چې نور هم ښه پرې وپوهيږي. ښوونکی يې د محمدعلي رونق په نوم يو تن و، چې د فرانسې د اوولسمې پېړۍ د تکړه ډرامه ليکونکي، مولير ځينې آثار يې هم دري ژبې ته ژباړلي دي.

“زما د دري ژبې زده کړه په منځني حد کې ده او غوښتل مې چې تر دې ښه شي؛ ځکه چې دري ډېره خوږه ژبه ده، خو زما دري تر اوسه نده ښه شوې او د خلکو په شان په عاميانه حد کې خبرې کولی شم. که څوک يو شعر راته ووايي، پر معنی او مفهوم يې سم نه پوهېږم. ډېر مې خوښيږي چې کله يو شاعر شعر ووايي او ښه معنی ولري. هره ورځ په فارسي ژبه يوه اندازه مطالعه کوم. “

هغه له پنځه کلونو وروسته فرانسې ته ځي، د مغژو په نوم د فزيک د څانګې له يوې فارغې انجلۍ سره واده کوي او بېرته دواړه کابل ته راستنيږي. مېرمن مغژو هم استقلال لېسې ته تله او د دې ښوونځي له ښوونکو سره يې له معاش پرته همکاري کوله؛ ځکه هغوی نه غوښتل خلک فکر وکړي چې مغژو د ژيل لپاره د ښوونکې په توګه ګمارل شوې ده. مغژو هم دري ژبه زده کړې وه، خو اوس مغژو وايي چې ترې هېره شوې او خبرې نشي پرې کولی، خو د ژيل په دري خبرو پوهيږي. “

بې ځوابه اعتراض

د افغانستان خلق ديموکراتيک دولت د کار له پيل سره د فرانسې دولت له استقلال لېسې سره د مرستو کمولو پرېکړه وکړه، خو ژيل د دولت د دې سياست مخالف و او ټينګار يې کاوه چې بايد له ياد ښوونځي سره مرستې کمې نشي. د دې غوښتنې تر سره کېدو لپاره يې د اعتراض په ډول استعفا ورکړه، خو د هغه د غوښتنې برعکس فرانسوي دولت د هغه د استعفا هرکلی وکړ. هغه له ناکامه د ۱۹۷۸ کال په وروستيو کې له نږدې ۱۰ کاله معلمي وروسته افغانستان پرېښود او فرانسې ته ولاړ. هلته يې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه او بلاخره په ۲۰۰۷ کې تقاعد شو.

تلپاتې مرسته او ملګرتيا

په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي ځواکونو له يرغل وروسته، د ښاغلي ژيل له شلو زياتو ملګرو، چې ډېری يې ديپلوماتان، ځمکپېژندونکي او ټولنيز فعالان و او په افغانستان کې يې په بېلابېلو برخو کې کار کړی و، هوډ وکړ چې له افغانستان سره د فرانسې د خلکو د ملګرتيا ښودلو لپاره يوه موسـسه جوړه کړي. “افرن” (د افغانستان ــ فرانسې ملګرتيا) په ۱۸۸۰ کې له اړمنو سره د مرستې، له بشري حقونو د دفاع او له افغانستان سره د فرانسويانو د اشنايي په موخه په پاريس کې جوړه شوه. افرن به له فرانسويانو مرستې راټولولې او د خپلو مرستندويه ډلو په مټ به يې د افغانستان لرې سيمو او هغو کليو خلکو ته مالي مرستې ورکولې چې د جګړو له امله بې ځايه يا يې په بمبارونو کې کورونه وران شوي و.

د تغيني به نوم د ژيل يو ۲۵ کلن همکار چې د امين کريم په مشرۍ د اسلامي حزب له يوې ډلګۍ سره د مالي مرستو وېشلو لپاره د هېواد شمالي سيمو ته تللی و، د دې حزب يوه سيمه ييز قومندان وواژه او مړی يې سيند ته واچوه. په فرانسه کې د تغيني ملګري تر يو کاله د هغه په وژنه نه و خبر، حزب اسلامي هغوی ته ويل چې تغيني ژوندی دی.

افرن له پنځه کاله کار وروسته د اقتصادي ودې او دې لپاره چې افغان اړمنې کورنۍ خپله ځان ته د عايد لارې، چارې برابرې کړي، له مالي مرستو خپله تګلاره کرنيزو مرستو، ښوونې او روزنې او اوبو رسولو ته واړوله. 

د خلق ديموکراتيک له سقوط او د مجاهدينو رژيم په وخت کې د ښاغلي ژيل ملګرو په کابل کې “د افغان کور” په نوم دفتر جوړ کړ او په ننګرهار، پروان او باميان کې يې ښوونځي جوړ کړل، خو د طالبانو د امارت په وخت کې د انجيوګانو فعاليت منع او “د افغان کور” هم وتړل شو. په ۱۹۹۸ کې د طالبانو د رژيم پر مهال چې کله ژيل کابل ته سفر وکړ، دا ښار يې د ۱۹۷۰ لسيزې په پرتله ډېر بدل وليد: “ډېر سخت حالت و، خلک ډېر زيات بېوزله و، هېڅ آزادي يې نه لرله. له طالبانو ډېر وېرېدل. “

 د طالباني رژيم له سقوط او په افغانستان کې د نوي نظام له جوړېدو وروسته له ۲۰۰۲ راهیسې د افرن فعاليتونه ډېر پراخ شوي دي. تر اوسه په څلور ولايتونو؛ ننګرهار، پروان، باميان او کابل کې ۴۸ ښوونځي د دې موسـسې تر پوښـښ لاندې دي او د ښوونځيو، کتابتونونو او لابراتوارونو جوړولو او د ښوونکو د روزنې په برخو کې يې مرسته کړې ده.

افرن په تېرو نږدې شل کلونو کې د هېواد په څلور ولايتونو کې تقريبا ۳۰ ښوونځي جوړ کړي دي. ژیل وايي هر وخت چې د کوم ښوونځي د بنسټ ډبره ږدي او پرانيزي يې، له زړه خوشاليږي. هغوی له تېرو پنځه کلونو په ۴۸ ښوونځيو کې د سولې په اړه د زده کړو پروګرام پيل کړی دی. دوی د دې پروګرام تر چتر لاندې دوه کتابونه چاپ کړي او د زده کوونکو د ذهنيت د مثبت بدلون او فکري پراخي لپاره يې د نړۍ ستر سوله پالي شخصيتونه د جنګي او اسطوره يي اتلانو پر ځای پکې راوړي او د افغان او اېراني شاعرانو د سولې شعري کلامونه يې پکې ځای کړي دي. ژيل وايي له افغان زده کوونکو سره له خبرو ورته معلومه شوې چې هغوی هيله من او رښتيني دي او که دولت، مشران او ښوونيز بنسټونه خپل کار سم تر سره کړي، دا نسل افغانستان ته غوره راتلونکی راوړلی شي.

ايتيان ژيل، هغه رښتينی ښوونکی چې له رياضي سره مينه لري او د خپل کار عاشق دی

ايتيان ژيل له دويم نړيوال جنګ لږ وروسته د فرانسې په ناسي کې وزېږېد. د ناسي ښار د ماليې مدير و او مور يې د لوړو زده کړو لرونکې، خو د کور ښځه وه. د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د هغه د نوې ځواني کلونه په دويم نړيوال جنګ کې د شويو ويجاړيو د بيارغونې، اقتصادي ودې، د غربي هېوادونو د صنعتي پراختيا او د ارامې او روښانه نړۍ په اړه د خلکو د عمومي هيله مندي او خوشبيني کلونه و. د ژيل همنسلو ويل چې فقر او لوږه نور له نړۍ ورکه او سوله قايميږي؛ خو اوس وايي چې د اقليم د بدلون، د هوا د ککړتيا، فقر، ترورېزم او د منځني ختيځ (خاور ميانه) نيمګړو جګړو په شان لويو ستونزو د نړۍ له خلکو هغه ټولې هيلې اخيستې دي.

ښاغلی ژیل هغه رښتينی سړی چې رياضي يې خوښيږي او له خپل کار سره مينه لري؛ د افغانستان د جګړې او بحرانونو په اړه له هيله منوونکي، خو مهم پيغام سره د دې هېواد خلکو ته وايي: “زه د رياضي يو ښوونکی يم او فکر کوم چې هره معادله يوه د حل لار لري. ” خو د ښاغلي ژيل په نظر د دې معادلې د حل شرط دا دی چې د بهرنيانو غاړې ته د خپل هېواد د ستونزو ور اچولو پر ځای بايد افغانان د خپل هېواد ستونزې خپله په پوره پوهه تحليل کړي او پر دې پوه شي چې فرهنګ، اخلاق، دين، فکر او د اعتقاد ډول يې له دې نه بشپړېدونکو ستونزو سره څه اړيکه لري.