ځنګل

د ځنګلونو ساتنې هڅې؛ ځاځي اريوب کې خلکو د ځنګل نه وهلو تړون کړی

خبريال: حبيب الله سراب

د پکتیا ولایت زیاتره غرونه په طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي. که څه هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې لاهم په بې‌رحمانه ډول د سون او قاچاق لپاره شنې ونې وهل کیږي، خو په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې بیا د ځنګلونو نه وهلو په موخه قومي تړون شوی دی.

د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې وړاندې د سیمې خلکو په کورونو کې د سون او خرڅلاو لپاره د غرونو شنې ونې په ناقانونه ډول پرې کولې او همدا یې ورځنی کارو بار ګرځېدلی و، خو اوس یې د مخنیوي لپاره قومي تړون شوی او د سرغړونې پر مهال به قوم ته ټاکل شوې ناغه ورکوي.

قومي مشر انور صدیقي اطلاعات روز ته وويل، چې پخوا يې په سيمه کې د طبعي ځنګلونو وهل د سيمې د خلکو روزګار ګرځېدلی و او همدا يې د پيسو ګټلو سرچينه وه، خو د ده په وينا اوس په دې برخه کې له تړون کولو وروسته د ناقانونه ځنګل وهنې مخنيوی شوی دی.

هغه وايي: «دلته د منډير په غرونو کې، د کوټکي په شاوخوا غرونو کې او هم د احمدخېلو لورته په دې سيمو کې به د مني په راتګ د سيمې ټول خلک غرونو ته ختل او په ډېره بې رحمانه ډول به يې شنې ونې د سون لپاره پرې کولې.»

د يادې ولسوالۍ د علي خېلو سيمې اوسېدونکی وايي، د تړون له مخې يې سرغړونکي ته ۵۰۰۰ افغانۍ قومي ناغه ټاکلې، چې د شرم په ډول به يې قوم ته ورکوي.

نوموړی وايي: «دلته په ولسوالۍ کې ټولو قومي مشرانو دا پرېکړه کړې، که هر چا په غرونو کې شنې ونې پرې کړې او يا د قاچاق پر مهال ګېر شو، نو د قومي تړون له مخې به قوم ته ۵۰۰۰ افغانۍ جريمه ورکوي.»

د يادې ولسوالۍ د علي خېلو سيمې اوسېدونکی وايي، د تړون له مخې يې سرغړونکي ته ۵۰۰۰ افغانۍ قومي ناغه ټاکلې، چې د شرم په ډول به يې قوم ته ورکوي.

ځايي خلک وايي، پخوا د ګاونډیو استخباراتو په اشاره په منډیر غرونو کې د جلغوزیو او نورو طبعي ونو له وهل کېدو وروسته به پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدې.

د دوی په خبره، که حکومت د سیمې اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، نو له تړون پرته هم د ځنګل وهنې مخه نیول کیږي.

په دې اړه د شېشتې بازار اوسېدونکي حاجي عبدلواحد اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل: «زمونږ په سيمه کې دا څلويښت کاله جګړه وه او له همدې امله به پاکستان ته د مافيايي ګروپونو له خوا شنه ځنګلونه په قاچاق ډول اوښتل، مونږ يې په جنګ مصروف کړي و او دلته به يې چې يو څو روپۍ ورته زياتې کړې، له مخې به يې د غره نښترونه وهل، ځکه خلک مجبور و او اقتصادي مشکلات يې درلودل.»

په سيمه کې د کاري فرصتونو نشتون هم لويه ستونزه بلل کيږي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ځوانانو فعال زرمیر خان وايي، که حکومت خلکو ته کاري زمينه برابره کړي، خلک له قوم تړون او جبر پرته هم دې ته زړه نه ښه کوي، چې ځنګلونه دې پرې کړي.

هغه وايي: «دلته خلک له يوې خوا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بل پلو بيا دوی بې روزګاره دي، نو مجبور دي، چې د ژوند لومړنۍ ستونزې د ځنګل وهلو او خرڅلاو له لارې حل کړي او پيسې تر لاسه کړي، خو ولې کله، چې دوی ته له بلې لارې کاري زمينه برابره شي، بيا اړتيا نه پېښيږي، چې په بې رحمانه ډول دې ځنګل ووهي او يا دې قاچاق کړي.»

د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ځوانانو فعال زرمیر خان وايي، که حکومت خلکو ته کاري زمينه برابره کړي، خلک له قوم تړون او جبر پرته هم دې ته زړه نه ښه کوي، چې ځنګلونه دې پرې کړي.

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ سیمه ييز طالب مسوولین د ځنګلونو نه وهلو لپاره په شوي قومي تړون ټینګار کوي او وايي، د دې لپاره یې د سیمې له مشرانو سره ناستې کړې دي.

د طالبانو له خوا د ځاځي اریوب ولسوال ظاهر ګل اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د طبعي ځنګلونو د مخنیوي لپاره دوی ته له مرکزي ادارې هم رسمي مکتوب استول شوی دی.

ښاغلي ظاهر ګل وويل: «مونږ دلته د سيمې ټول مشران راغوښتي و او ناسته مو ورسره درلوده، چې څنګه کولی شو، چې د ځنګلونو مخنيوی وکړو، نو هغوی هم ژمنه وکړه، چې په شوي تړون به عمل کوي او که چا ترې سرغړونه وکړه، بيا به د قومي پریکړې له مخې ورسره چلند کيږي او مرکزي ادارې هم مونږ ته رسمي مکتوب استولی، چې د ځنګلونو خپلسري پرېکولو او قاچاق مخنيوي غوښتنه په کې شوې ده.»

د ځاځي اريوب په ګډون د پکتيا درې ځدراڼ مېشتې، ميرزکه، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، ډنډ پټان او جاني خېل هغه ولسوالۍ دي، چې غرونه يې په ګڼو طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي، خو په ځينو ولسواليو کې لاهم د ځنګلونو بې رحمانه وهنه او قاچاق روان دی، چې تېر نظام يې په مخنيوي کې پاتې راغلی و، خو اوس د طالبانو حکومت ولايت چارواکي ژمنه ګوي، چې د هر ډول ناقانونه طبيعي ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی به کوي.