خبریالان

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو له‌خوا د اریانانیوز خبریالانو نیونه د توجېه وړ نه ده

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د اریانانیوز دوو خبریالانو نیول «خپلسري او د توجېه نه وړ» بللي او د هغوی د خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان نن (سه‌شنبه، ۱۲ د سلواغې) په یو ټوېټ کې لیکلي چې د رسنیو پر وړاندې دا ډول ډېرېدونکي بریدونه د بیان ازادۍ حق لپاره جدي ګواښ دی.

یاد سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید له کوم قید او شرط پرته دغه خبریالان ازاد کړي.

د بښنې نړیوال سازمان دوام کې ویلي چې طالبان د معترضینو، د بشر حقونو مدافعینو او خبریالانو نیولو حال کې دي چې تېره اونۍ یې اسلو کې ځینو لویدیځو هېوادونو سره افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې «نړیواله ټولنه باید له طالبانو وغواړي چې د بشر حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي او هغه ځواب ویونکي وساتي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اریانانیوز د سیاسي برنامو چلوونکی وارث حسرت او د اقتصاد برخې خبریال اسلم حجاب د تېرې دوشنبې له غرمې وروسته کابل کې د دې رسنۍ دننه‌کېدونکې دروازې ته نږدې د طالبانو استخباراتو نیولي دي.

تراوسه د دې خبریالانو د نیولو کوم دلیل نه دی روښانه شوی او طالبانو هم تراوسه څه نه دي ویلي.

د بیان ازادۍ کور هم د دې خبریالانو نیول د نړیوالو بشري حقونو او بیان ازادۍ موازینو خلاف یادوي او له طالبانو یې غوښتي چې هغوی خوشې او له دې ډېر نور د بیان ازادي و نه ځپي.