طالبان

متقي: چمتو یو د ترکیې حکومت او سوداګرو ته افغانستان کې د پانګه‌ونې زمینه برابره کړو

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د ترکیې هیواد د سرې میاشتې رییس او د سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي کریم کنیک او مل پلاوي کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یو لړ ټوېټونو کې د دې لیدنې په اړه ویلي چې امیرخان متقي ویلي، د طالبانو حکومت چمتو دی چې ترکیې حکومت او تجارانو ته په افغانستان کې د پانګوني زمینه برابره کړي تر څو دوه اړخیز تجارت او اړیکي لا قوي شي.

ښاغلي کریم کنیک وویل، د ښاغلي اردوغان په خاصه لارښوونه د غیر دولتي موسساتو او ترکي ولس مرستې چې ۷۵۰ ټنه کیږي او ۱۰ مېلیونه ډالره ارزښت لري چې په کې خوراکي او ژمني توکي، البسه، درمل او صحي وسایل شامل دي راټولي کړې او د اورګاډي په مټ به په لنډ وخت کي افغانستان ته د تورغونډۍ بندر له لارې راورسیږي.

ښاغلي کنیک د افغان سرې میاشتي د ظرفیت لوړونې او امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه چې نړیوال هڅوي تر څو په دې برخه کي مرستي زیاتي کړي.

دې لیدنه کې بیا د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د دوی له مرستو او نېک نیت څخه مننه کړې او وړاندیز یې کړی چې ښه به وي هغه مرسته کوونکي توکي چې د افغانستان په مارکېټونه کې پیداکیږي دلته وپېرل شي تر څو د مرستې تر څنګ افغان اقتصاد هم وده وکړي او د کرایې مصرف هم پرې و نه شي.

دغه راز ښاغلي متقي غوښتنه کړې چې په ترکیه کې دې افغان مهاجرینو، متعلیمینو، تجارانو او د تداوي په موخه تلونکو افغانانو ته د ویزو او نور سهولتونه زیات شي.