کندهار کې ماشومه

کندهار کې څاه ته لوېدلې ماشومه مړه راووېستل شوه

اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکي وايي، د دې ولايت په سپین بولدک کې يوه ماشومه چې ۷۰ متر څاه ته لوېدلې وه، ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

دغه کم عمر ماشومه تيره ورځ (شنبه، د کب په ۱۴مه) څاه ته لويدلې وه او نن سهار مهال د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ له خوا له څاه مړه راوېستل شوې ده.

د کندهار د ښاروالۍ د عامه اړيکو مسوول زمری څرګند وايي، د سپین بولدک ښاروالۍ مسولينو ته څاه ته د لويدلې ماشوم خبر نن سهار ورکول شوی او د ښاروالۍ مسولين سیمې ته د ماشوم د ژغورلو په هدف رسيدلي خو ياده ماشوم يې د څاه څخه مړه را ایستلې ده.

څرګند وايي، د ماشومې د مړینې اصلي لامل مسولينو ته پر وخت خبر نه ورکول و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم دغه ډول څو پيښې په زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو کې رامنځته شوي دي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې په څو ځله د عامو خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې د سرلوڅو څاګانو سرونه دې پټ کړي خو لا هم افغان ماشومان دغه ډول پېښو کې قرباني کېږي.