امیرخان متقي

امیرخان متقي: هڅه کوو د بهرمېشته افغانانو له وړتیاوو د هېواد پرمختګ لپاره ګټه واخلو

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي ویلي، نوی حکومت هڅه کوي چې د بهرمېشتو افغانانو له وړتیاوو د هیواد د لا پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه لیدنه پرون (شنبه، د کب په ۱۴مه) سرپرست وزیر امیرخان متقي سره بهرمېشتو افغان متخصیصینو، تجارانو او د اسلامي دعوتي ټولنو یو شمېر مېرمنو غړو لیدنه کې نوموړي کړي دي.

اعلامیه کې راغلي: «په دې غونډه کې د هیواد په سیاسي او اقتصادي وضعیت، تعلیمي بهیر، د بهر مېشتو افغان کادرونو له وړتیاوو څخه د لازمې استفادې، له نوي حکومت سره د راغلو مثبتو تحولاتو پر اهمیت او حفاظت خبرې وشوې.»

امیرخان متقي خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د دوی حکومت په دې هڅه کې دی څو څرنګه وکولی شي هیواد هر اړخیزې خودکفا او له محتاجیو وژغورل شي او د سیمي د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر حکومت نیوکې دي چې خپله کابینه او په نورو ادارو کې د مسلکي وګړو پر ځای ملایان او یا هغوی چې وړ یې نه دي، کېنوي.