اطلاعات روز: افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وان برانټ، د طالبانو چارسمبالي حکومت له خوا افغانستان ته د سیاسي څېرو راستنولو په موخه د کمېسیون جوړېدو هرکلی کړی دی.
برانټ نن سهار (پنجشنبه، د کب په ۲۶مه) یو ټوېټ کې لیکلي چې که د طالبانو دا پرېکړه سمه وي، دا د راتلونکي حکومت د مشروعیت او د افغاني ټولنې ټولو برخو ته د پراخې تګلارې یوه برخه ده.
د طالبانو چارسمبالي حکومت د «بېلابېلو افغان شخصیتونو» بېرته ستنېدو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.
دا کمېسیون د «د بېرته ستنېدو او ارتباط کمېسیون» تر عنوان لاندې جوړ او د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهابالدین دلاور یې رهبري کوي.
تراوسه د دې کمېسیون د فعالیت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. د طالبانو راتګ سره مخکینیو ډېری حکومتي چارواکو افغانستان پرېښود. له دې وړاندې طالبانو په ځلونو له پخوانیو چارواکو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.