مرستیال والیانې

د اتو ولایتونو لپاره ټولنیزې مرستیالانې وټاکل شوې

اطلاعات روز: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، د هېواد اتو ولایتونو لپاره یې اته مېرمنې د ټولنیزو مرستیالانو په توګه ټاکلي.

د دې ادارې ویاندې نرګس مومند نن (یکشنبه، ۱۶لیندۍ) اطلاعات روز ته وویل، دغه مرستیالانې د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ وټاکل شوې.

د اغلې نرګس په وینا، بياني سليمي د کاپيسا، برېښنا شيرزۍ د کونړ، هوسۍ اندړ د غزني او بريښنا صافۍ د لغمان ولایت د ټولنیزو مرستیالانو په توګه ټاکل شوې دي.

دغه راز مريم رحماني د زابل، ذاهده فيضان د نورستان، روح ګل خيرزاد د نیمروز او زرغونه شېرزاد د بادغيس ولايت د اجتماعي مرستيالانو په توګه وټاکل شوې.

د افغانستان کابینې د روان کال د چنګاښ میاشتې په منځ کې پرېکړه وکړه چې د هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو لپاره دې یوه یوه ښځه د والیانو مرستیالانې وګمارل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چنګاښ په ۱۶مه یوې خبري ناستې ته ویلي و، چې دغه غوښتنه د ښځو چارو وزارت له لوري شوې چې د کابینې له خوا منل شوې ده.

د صدیقي په وینا، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه کړې چې د دې بستونو رامنځته کولو کې دې ژر ګام پورته کړي.