انځور: ګوګل

آسترالیا حکومت ۱۶۵۰۰ اضافه افغان کډوال مني

آسترالیا حکومت ویلي په راتلونکو څلورو کلونو کې به  ۱۶۵۰۰ نور افغانانو ته په خپل هیواد کې ځای ورکړي.

ګارډین ویب پاڼې خبر ورکړی چې آسترالیا ائتلاقي حکومت تېره ورځ (سه شنبه، ۹ د وري) افغانانو ته د پناه ورکولو په موخه د بودیجې مظوریدو سره موافقه  کړیده.

ګارډین د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا ګام «په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره ژمنې څخه د مننې په منظور کېږي.»

ګارډین راپور له مخې ، آسترالیا حکومت ۱۶۵۰۰ اضافه افغانانو منلو لپاره ۶۶۶ میلیونه ډالره ځانګړې کړي دي.

په افغانستان کې د تیر کال په اګست میاشت کې د جمهوري نظام تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د متحدو ایالتونو په ګډون ګن شمیر هیوادونو په زرګونه افغانان وایستل.