اطلاعات روز: باختر خبري اژانس خبر ورکوي چې کابل کې طالبانو دوه کسان د یو دوکاندار د قتل په تور نیولي دي.
باختر اژانس کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران له قوله وایي، طالب پولیسو تېره ورځ ( دوشنبه، ۱۵ دوري) دوه تنه د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د یوه دوکاندار د قتل په تور نیولي، ځدران په وینا نیول شوو کسانو څخه دوه د غلاء مبایلونه او یو میل تفنګچه هم لاسته راغلي دي.
ځدران زیاتوي چې تورنو کسانو، څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حاجي ضیاء په نوم دوکاندار په قتل رسولی دی.
په دې ورستیو کې په کابل ښار کې له ځینو کسانو څخه د وسله والو غلو لخوا د موټرو، مبایلونو او نورو جنسونو اخیستلو راپورونه ورکړل شوي دي.