طالبانو مسکو کې د افغانستان سفارت ته د سید طیب جواد پرځای نوی سفیر استولی

روسي رسنیو د یو شمیر سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د طالبانو سرپرست حکومت په مسکو کې د پخواني حکومت سفیر سید طیب جواد، له دندې ګوښه او پر ځای یې جمال غروال ټاکلی دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، غروال به ډېر ژر په مسکو کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه کار پیل کړي.

هغه د سید طیب جواد ځای ناستی دی.

تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې طالبان نه غواړي افغان سفیر ګوښه کړي یواځې غواړي په مسکو کې خپل سفارت ته ډیپلوماتان واستوي.

د تاس راپور له مخې، د مارچ په ۳۱ مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د طالبانو لومړنی ډیپلومات چې مسکو ته استول شوی و، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت باورلیک یې ترلاسه کړی دی.

لاوروف په چین کې د افغانستان د ګاونډیانو د غونډې په څنډه کې آّن له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې طالبان په رسمیت وپیژني. هغه وویل، نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه له طالبانو سره کار وکړي او د دې ډلې د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره ګام پورته کړي

تازه چین موافقه کړې چې د طالبانو یوه ډیپلومات ته بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې اجازه ورکړي.

طالبانو لا د مخه ازبکستان او پاکستان کې د افغانستان سفارتونو ته  خپل ډیپلوماتان استولي دي.

د ترکیې او ایران په ګډون په یو شمېر نورو سفارتونو کې د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي ډیپلوماتان له طالبانو سره همکاري کوي او له کابل څخه هدایت اخلي.

په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ډېری سفارتونه د تېر حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي او دغه سفارتونه د کابل د نه ملاتړ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اته میاشتو کې هیڅ رسمي هیواد طالبان په رسمیت ندي پیژندلي.