اطلاعات روز: د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ په اړه ځانکړې شوې غونډه کې د افغان کرېکټ ملاتړ اعلان کړی او میرویس اشرف یې د رسمي استازي په توګه منلی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا تېره ورځ ( یکشنبه، ۲۱ د وري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره جوړې شوې څارونکې کمېټې په خپل راپور کې ویلي چې د افغاستان نارینه کرېکت لوبډلۍ سره د مرستو د دوام ترڅنګ د ښخينه کرېکټ پراختیا غواړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي: « د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د نارینه وو له لوبډلې ملاتړ کوي او مرستې به ورسره روانې ساتي ترڅو نړیوالو لوبو ته دوام ورکړي.»
د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې په پراختیا باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ددوئ کاري کمیته به د ښځینه لوبډلې پرمختګ څاري او دوی ته به تازه معلومات ورکوي.
میرویس اشرف چې د افغانستان په استازي توب یې د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د مشرتابه په ناسته کې ګډون کړی و او ویلي یې دي:« افغان کرکټ به د کرکټ په نړیواله شورا کې د تېر په څېر فعاله وي او د کرېکټ د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره به لا ډېر ګامونه پورته کړو.»
میرویس اشرف د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د طالبانو له راتګ وروسته د عزیزالله فضلي پر ځای د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا داسې مهال په افغانستان کې د ښځو کرېکټ په پرمختګ ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت په دغه هېواد کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته اجازه نده ورکړې.
افغانستان چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او هر غړی مکلف دی چې د شورا د منشور پر اساس خپلې چارې پرمخ یوسي، که چیرته افغانستان د نړیولې شورا غوښتنې عملي نه کړي نو، پشپړ غړیتوب به یې له ننګونو سره مخ شي.