پاکستاني جيټ الوتکو خوست کې پر وزيرستاني کډوالو بمباري کړې

اطلاعات روز: تېره شپه د خوست ولايت په سپرې ولسوالۍ کې د پاکستاني جيټ الوتکو له لوري د وزيرستاني کډوالو په څلورو کليو هوايي بمبار شوی دی.

د خوست ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند مستغفرګربز اطلاعات روز ته نن (شنبه، ۲۷ د وري) د پېښې په تاييد سره وويل، چې بېګاه شپه ناوخته د پاکستاني ځواکونو جنګي الوتکو په سپېرې ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو په څلورو کليو مندته، امير سپر، پڅې میلې او شکوڼي باندې هوايي بمبار شوی دی.

ګربز په دغه پېښه کې ځايي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبره مني، خو د کره شمېر په اړه يې څه و نه ويل.

يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د شويو هوايي بريدونو پر مهال له شلو ډېر کسان ټپيان او وژل شوي دي.

پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.