يوه مهمه خبره چې په ډاګه نه بيانېږي، هغه داده چې حجاب (Veil) په تاريخي توګه تر اسلام وړاندې ريښې لري او تر ديني حکم وړاندې دا د ټولنيزو او اقتصادي حالاتو له کبله رامنځته شوی دی.
طالبان اوس مهال ځينې تعزيري سزاګانې ورکوي. مطلب يې دادی چې هغه «جرمونه» په «اسلامي-فقهي» لحاظ ټاکلې سزا نه لري، قاضي د «جرم» کچې ته په پام يوه سزا ورته ټاکي. 
مذهبي او سخت دريځې ډلې يوازې ځان حق ګڼي او نورو ګمراه بولي، نه يوازې له هغوی څخه لېرې اوسېدل خوښوي بلکې له ټولنې او وطن څخه د هغوی شړل خپل مسووليت بولي.
په دې لیکنه کې غواړم چې په افغانستان کې د شاه امان الله له دورې څخه تر نن ورځې پورې د ښځو تاریخ او فعالیتونو په اړه وغږېږم، او وښیم چې افغان میرمنو د خپل هیواد له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو لوړو ژورو سره څه ډول تطابق کړی.
په کورني حريم او څلور دېوالۍ کې د ښځو بنديوان کول او له اساسي بشري حقونو يې محرومول د هغې د پت او ناموس ساتنه نه ده، بلکې په دې سره هغه نوره هم متضرره کېږي او له هغې د ناوړه ګټې اخيستنې شونتيا زياتېږي.
ښکاري چې د دوحې تر توافق وروسته له هيوادونو سره د اړيکو ساتلو په تړاو د طالبانو پخوانی معيار بدل شوی او اوس د يوه سيکولر حکومت په توګه له مذهبي ايډيالوژيکو باورونو ځان لېرې کوي
د پاکستان په سياست کې د پخوا په څېر يوه بله پوښتنه د ټاکنو د پايلو له اعلان سره سمه را پيدا شوه چې ايا دا ځل به منتخب لومړی وزير خپله موده پوره کړای شي؟ او که به د پنځو کلونو په سياسي کشمکش کې هم خپله څوکۍ او هم حکومت وبايلي.
تاريخ ته په کتلو د افغانستان پر سر د نړيوالو او سيمه‌ييزو قدرتونو مذاکراتو، ښکېلتياوو او مداخلو مثبته پايله نه ده ورکړې بلکې په افغانستان کې دننه يې کشاله نوره هم اوږده کړې او پيچلې کړې ده.
له ديني نصوصو د طالبانو تعبير په خپل ذات کې يوازينی دی، نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لوی ديني ښوونيز مرکزونه يې تاييد نه کوي، بلکې په تاريخي توګه هم که د مسلمانانو واکمنيو ته وکتل شي، نو د «حجاب» په څېر چارو کې خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
د زياتو اولادونو د زېږولو په اړه په کلتوري او ديني توګه ځينې ناسم مفاهيم مروج شوي او کوم خلک چې ډېر اولادونه پيدا کوي، هغوی اکثريت وخت د خپلو اعمالو د توجيه په موخه په هغو استدلال کوي.