ټول‌ګډونه حکومتولي د مفهوم له مخې يو ارزښت دی ځکه د ټول‌ګډونه پرېکړې کولو پروسې خلکو ته اساسي ازادۍ ورکوي تر څو هغه اهداف او ارمانونه لاس ته راوړي چې دوی ته ارزښت لري.
په دې ليکنه کې هڅه کوم چې په لنډه توګه د افغانستان په ځانګړې توګه د ننني افغانستان په تړاو د منځنۍ اسيا د هيوادونو بهرني سياست ته لنډه کتنه وکړم او په پای کې له تروريزم سره د دې هيوادونو د دوستۍ پايلې وارزوم.
د استبدادي رژيمونو ماهيت له ولسي ارادې څخه وېره ده. له همدې کبله هر چيرته د ولسي ارادې مخه نيسي او هڅه يې دا وي چې په ټولنه کې هر څه سخت کنټرول کړي.
نارينه سالاري تل په دې ټولنه کې د ښځې د پرمختګ پر وړاندې يو خنډ و او دی. نارينه له همدې دريځ سره سم په ټولنه کې د ښځې رول او ټولنيز حيثيت تعريفوي او د همدې دريځ اغېز دی چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تبعيض عادي چاره ګرځيدلې ده.
په افغانستان کې له ګڼو جنايتونو او بشري سرغړونو سره-سره د بشري حقونو تر ټولو محسوسه سرغړونه داده چې د افغانستان له نيم نفوس سره د خپل جنسيت له مخې تبعيض کېږي.
د طالبانو پر واکمنۍ دوه کاله اوړي. د دوو کلونو له تېرېدو سره-سره، دا رژيم د هيڅ هيواد له لوري...
له طالبانو سره تعامل اوس هم پايلو ته په کتو سره تر حده زيات دی. که له طالبانو سره نور تعامل کېږي، نو بيا بايد لومړی د شوي تعامل پايلو ته وکتل شي چې وړانديني تعامل څومره مثبتې پايلې درلودلې دي؟