له طالبانو سره تعامل اوس هم پايلو ته په کتو سره تر حده زيات دی. که له طالبانو سره نور تعامل کېږي، نو بيا بايد لومړی د شوي تعامل پايلو ته وکتل شي چې وړانديني تعامل څومره مثبتې پايلې درلودلې دي؟
طالبان چې د پاکستان پر وړاندې کومه ستونزه رامنځته کوي، هغه داده چې طالبان هم په ايډيولوژيکه توګه د پاکستان د غير اسلامي حکومت نسکورول غواړي او هم له قومي اړخه په دې باور دي چې دا پنجاب محوره حکومت بايد ختم شي.
زموږ په ټولنه کې ښځه د خپل ژوند په هر پړاو کې له يوې نوې ناخوالې سره مخ وي او په هر پړاو کې يې د ملکيت دعوه داران زياتېږي په ځانګړې توګه د يوې کونډې ښځې پر سر لانجه د پښتنو د بد دود يوه توره برخه ده.
د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو پرلپسې اقدامات د دې ښودنه کوي چې دا ډله د نړيوالو له مثبت تعامل څخه سوء استفاده کوي، دوی انګېري چې هيڅوک د دوی د مخنيوي وس نه لري.
داسې ښکاري چې ښايي اردوغان دويم پړاو ټاکنې په اسانۍ سره وګټي، ځکه له يوې خوا په لومړي پړاو ټاکنو کې تر خپل سيال وړاندې و او بل ورسره د ښي اړخو يو بل نوماند سنان اوغلو هم يو ځای شوی دی.
که استبداد له خپلې مستبدې تګلارې عبرت وانخلي او راونه ګرزي، نو بيا يې پر وړاندې د پرګنو غبرګون ډېر سخت وي. تاريخ د هر استبداد د پایته رسېدلو لپاره همدا برخليک ليکلی دی.
په دې ليکنه کې د تېر يوه کال پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعيت د بېلابېلو اقتصادي شاخصونو له اړخه ارزول شوی دی، لکه اقتصادي وده، صادرات او واردات، کلنی سړي سر عايد، پاړسوب، داخلي عوايد...