د توماس د يوټوپيا په نوم کتاب يو خيالي داستان دی چې د مکالمې په شکل ليکل شوی او ليکوال په کې له هغه افسانوي کرکټر سره خبرې کوي چې دې د يوټوپيا په نوم خيالي جزيرې ته تللی، هلته يې وخت تېر کړی او د ژوند يوه داسې بڼه يې تجربه کړې چې له نورې نړۍ بيخي بېله ده.
اساسي قانون
په اوسني وخت کې د اساسي قانون له هرې مادې ګڼ شمېر تفسیرونه او برداشتونه شته، چې د لیکنې د اوږدېدو له کبله پر ټولو له غږېدو ډډه کوم او یوازې یو څو مواردو ته اشاره کوم.
عبدالله
په حقیقت کې د سیمې هېوادونو او د نړۍ ځینو هېوادونو د افغانستان ګټې له یوې مخې له پامه وغورځولې او په خپلو کې سره د خپلو ګټو په سر په لانجو شول، چې له امله یې هم موږ افغانانو او هم دوي پوره تاوانونه وکړل، ډېرو کمو هېوادونو پکې ګټې وکړې، چې دا په اصل کې په اوږود مهال کې د دوي لپاره لوی تاوان دی، چې پرې کول به یې بیا دوي له پوره سر خوږي سره مخ کړي.
په دې لیکنه کې غواړم چې په افغانستان کې د شاه امان الله له دورې څخه تر نن ورځې پورې د ښځو تاریخ او فعالیتونو په اړه وغږېږم، او وښیم چې افغان میرمنو د خپل هیواد له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو لوړو ژورو سره څه ډول تطابق کړی.
کرکټ لوبغاړو ته پرانستی لیک
ځکه زه د افغان کرکټ ټيم لوبغاړو هر یو راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدران او ظاهر خان څخه هيله کوم چې دوی دې، د افغان ولس د بچيانو او استازو په توګه، سږ کال د آسټراليا هېواد د کرکټ بګ بېش ليګ (Big Bash League—BBL) په لوبو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.
طالبان چې د پاکستان پر وړاندې کومه ستونزه رامنځته کوي، هغه داده چې طالبان هم په ايډيولوژيکه توګه د پاکستان د غير اسلامي حکومت نسکورول غواړي او هم له قومي اړخه په دې باور دي چې دا پنجاب محوره حکومت بايد ختم شي.
اجمل احمدي
اجمل احمدي په ښکاره توګه د افغانستان قوانینو ته احترام نه لري. هغه د افغانستان بانک د قانون خلاف کار کوي. د افغانستان بانک د قانون مطابق عامل پلاوی د بانک ټولې چارې مخته بیايي. خو هغه د شپږو میاشتو په تیریدو لا عامل پلاوی نه دی جوړ کړی او په انحصاري او غیر قانوني توګه د بانک چارې په لاس کې لري.
په افغانستان کې له ګڼو جنايتونو او بشري سرغړونو سره-سره د بشري حقونو تر ټولو محسوسه سرغړونه داده چې د افغانستان له نيم نفوس سره د خپل جنسيت له مخې تبعيض کېږي.
پاکستاني چارواکو له وړاندې داسې اشارې ورکړې دي چې ښايي په خپله خاوره کې امريکايي ډرون الوتکو ته اډې ورکړي او په دې توګه به ښايي طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې که دا ځل هم د جهاديانو په ننګ درېږي، نو پايله به يې د دوی له تېرې دورې څخه متفاوته نه وي.