د زیړۍ ولسوالۍ یو بڼوال محمد رحیم وایي، چې نه یوازې د سختو وچکالیو له کبله دغلته د انارو باغونه وچ شوي، بلکې د طبیعي افتونو او تېرو جګړو هم باغونو ته زیان رسولی دی.
طالبان اوس مهال ځينې تعزيري سزاګانې ورکوي. مطلب يې دادی چې هغه «جرمونه» په «اسلامي-فقهي» لحاظ ټاکلې سزا نه لري، قاضي د «جرم» کچې ته په پام يوه سزا ورته ټاکي.
د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.
ځايي اوسېدونکي تور پورې کوي، چې د ځنګله ونې د سیمه ییزو طالبانو په ملاتړ پرې کېږي او د هېواد نورو ولایتونو او حتی د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته قاچاق کېږي.
ارزګان کې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولین وايي، چې په تېرو شاوخوا ۱۷ مياشتو کې دغلته ۵۸ دښمنۍ د قومي مشرانو لخوا په دوستۍ بدلې شوي دي.
کونړ مېشتي شاعران وايي، د دغه ولایت طالب چارواکو په زور اړ کړي، چې په خپلو مشاعرو او شعرونو کې د طالبانو د رژیم ملاتړ او د دوی کړنې وستايي.
کندهار کې یو شمیر سوالګر اقرار کوي، چې په سوال کولو روږدي شوي او لاس ترې نه شي اخیستلی، ځکه په خبره یې چې یو اسان کار ورته زیاته ګټه په لاس ورکوي.
د لکڼو، چرګوټي، غازي اباد، تريزو، هارون خېلو، بټۍ تاڼې، تنګي، خلبيسات، علي شير، نادرشاه کوټ او سوراک هغه روغتيايي مرکزونه دي چې روغتيايي خدمات نه لري او خلک يې د فعالېدو غوښتنه کوي.
ولسي خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې د فساد مخنیوي لپاره له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې ووېشل شي.
تېرو جګړو د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې هم له ډیرو کورنیو سرپناه اخیستې، چې دا مهال د اوسیدو ځای نه لري او د کمرزوي اقتصاد له کبله حیران دي چې سرپناه څنګه برابره کړي.