په قومي توکه بشير نورزی د نورزيانو له بانفوذه او ځواکمنې قبيلې څخه دی او د هیواد د سویل کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې پيدا شوی دی. نورزی قوم د پښتنو په قومي وېش کې د درانيانو يوه څانګه ده.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکاره ځوانانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سیلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د اوبو ۱۲ کوچني بندونه جوړ کړي دي.
روغتیاپالان وایي، په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
شنوونکي بیا په دې وروستیو کې د غلاوو د زیاتیدو لامل د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري یادوي.
کارپوهان وايي، چې طالبان پر ښځو په بنديزونو لګولو او له اقتصادي فعاليت څخه د هغوی په راګرځولو غواړي چې په هر اړخ کې ټولنيز جوړښت بدل کړي.
د خصوصي پوهنتونونو ویاند کریم ناصري وایي، که طالبان بې ځایه غیر مسلکي ګمارنې ونه دروي او له پوهنتونونو فارغ شویو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو ډېر لوستي کسان به هېواد پریږدي.
افغانستان کې د طالبانو د رهبر د عمومي عفوې پر فرمان دوه کاله اوړي، خو لا هم ليدل کېږي چې د دې ډلې غړي د فرمان بر خلاف د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې په لسګونو پخواني نظاميان نیولي، شکنجه کړي، او وژلي دي.
یو شمیر نور ارزګانیان چې روغتون ته یې خپل ماشومان راوستلي وایي، چې د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې خپلو ماشومانو ته د موسم سره سم چاپیریال برابر کړي.
یو سوداګر چې د اوړو کارو بار لري وایي، چې له هېواده بهر ته د بانکونو له لارې د پيسو په لېږد او بیرته ترلاسه کولو برخه کې محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي دي.
شفیع الله چې د پاکستان د کوېټې ښار راستون شوی وایي، له چمن تر کویټې ښار پورې تلوونکي افغانان د پاسپورټ او بریښنایي پیژندپاڼو لرلو سره-سره د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي.