جاپانی ډاکټر ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور و، د ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت په څلورمه نېټه جلال اباد ښار کې د پنځو ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله والو له لوري په داسې حال کې ووژل شو چې د یوې پروژې د څارنې لپاره روان و.
سوزکی ننګرهار کې
د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.
سوله
روان رواج دا دی چې خلک یوازې د قربانۍ په رول کې وینو. وایو «خلک له جګړې ستړي شوي.» خو حقیقت دا دی چې موږ دوه ډوله خلک نه لرو.
کبان
د دې ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ګل رحمان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تېر کال دغه ولایت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې یو د کبانو روزنځی او شل د کبانو تجارتي فارمونه جوړ شوي دي. هغه وايي، د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د کبانو روزنځای کې ۲،۳ میلیونه د کبانو درې ډول بچي روزل کېږي، چې تولید زیات دی خو د فارمونو شمېر کم دی.
په يوټيوب کې د طالبانو د تبليغاتو وروستۍ برخه په هيواد کې د سرتاسري امنيت نمايش دی. طالبان له يوټيوب څخه په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته ووايي، چې د هيواد په بېلابېلو برخو کې امنيت تأمين دی او هر څه سم دي.
اسټرالیایي ځواکونو جنګي جرمونه
په ۲۰۱۶ز کال کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتیري، کیون فراست په افغانستان کې د اسټرلیا د جنګي جرمونو تورونه عام کړ او دا ادعا یی وکړه چې د رابرټس سمت په نوم یو استرالیایي سرتیري د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په میاشت کې په ارزګان کې یو لاس تړلی جنګي بندي چې علي جان نومید، په غیرقانوني ډول له یوې لوړې پښتې په لغتو کارته را وغورځوو او مړ یې کړ.