کاکړ د جرګې په تړاو په وضاحت ورکولو سره وایي، که دوه کسان خپل منځ کې د يوې ستونزې لپاره خبرې کوي هم جرګه يې ده او که لوی قومونه د مشکلاتو د حل لپاره ډېرو قومي مشرانو ته واک ورکوي، هم جرګه ورته ويل کېږي.
لوګر کې د مس عينک، د څرخ ولسوالۍ په نهايي کلي کې لرغونې څاه، په برکي برک ولسوالۍ کې د جمشيد تخت، د کافرانو تپه او ځينې نورې هغه لرغونې ځايونه او کلاوې دي چې د ورښتونو له امله تخريب شوي.
تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو د انتحاري ځواک د اکثريت غړو هويت پټ دی او د هغوی يو شمېر د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې کار کوي.
ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله په دغو ولایتونو کې ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.
د افغانستان د سفيرانو د انسجام شورا غړي وايي، چې د افغانستان يو شمېر سفارتونه د کوربه هيوادونو د فشار او مالي ستونزو له کبله له طالبانو سره تعامل ته اړ شوي او يا يې هم سفارتونه پرېيښي دي.
د پام وړ خبره داده چې په دره نور، هسکې مينې، دور بابا او اچين ولسواليو کې د ښځو بانديني کار ښځو ته په ټولنيزه توګه مصوونيت هم ورکړی او هغوی په ډاډه زړه له کومې وېري پرته تګ – راتګ کوي.
کندهار کې د نارنج ماڼۍ کابو ۲۳۴۱ کاله وړاندې د مقدوني سکندر د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او د هوتکيانو د پاچاهۍ تر وروستيو پورې ترې ګټه اخيستل کېدله.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوه روغتیاپاله ملالۍ (مستعار) وایي، چې د کم معاش او د محرم د جبري کیدو له کبله اړه ده چې خپله دنده پریږدي.
ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، په دې ولایت کې تر ۲۵۰۰۰ زيات کسان په نشه یي توکو روږدي شوي او د درملنې لپاره يې یوازې يو ۲۰ بستريز روغتون شتون لري.