ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د سوداګرو پانګې په بانکونو کې ایسارې پاتې دي، چې له امله یې دوی ورځ تر بلې زیانمیږي.
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خالد نوري اطلاعات روز ته وویل، چې د چینو او ځینو نورو سیمو کې د ماینونو له وېرې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې په خپل لاس خښ کړای شوي ماینونه بیرته وباسي.
بل لور د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خوراکي او نورو اړینو توکو د بیو د لوړیدو لامل د بانکونو تړل کیدل او د افغانستان په بندرونو کې د سوداګرو پر وړاندې ځینې ستونزې یادوي.
د مرکز ګردېز اوسېدونکی ملک جانباز احمدزی وايي، د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران په پکتیا کې هم دنده ترسره کړې، چې خلک ورڅخه خوښ و او تل یې غوښتل، تر څو ولس ته سوکالي راولي، هغه زیاتوي، چې کامران باید خپلو ماشومانو ته بیرته راخوشی کړل شي.
په همدې حال کې ولسي هم له شته حکومت غوښتنه کوي، چې د نظام په جوړښت کې دې ملي بنسټونو، خلکو ته د کاري زمینې برابریدو او د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایې، چې ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په ټول هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.
په ورته مهال بيا د ګردېز ښاروالۍ مرستيال امېدګل صابري د لوړو بيو د ژر بيرته ټيټېدو ډاډ ورکوي، هغه وايي، د خوراکي او نورو توکو د بيو کنټرول لپاره يې پلان جوړ کړی، چې وکولی شي، تر څو په لنډه موده کې روان وضعیت بيرته عادي حالت ته را وګرځوي.
د طالبانو له راتګ وروسته په ننګرهار کې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی. خلک خوښ دي چې امن دی خو ټینګار کوي چې چارواکي دې عامو ولسونو ته کاري زمینې برابرې کړي او د دوی ستونزو ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی سالم ځدراڼ وايي، د طالبانو له راتګ سره هيڅ مخالفت نه لري او نه يې هم چا مخالفت کړی دی، خو د نوموړي په وينا چې طالبان بايد د ميليونونو افغانانو غوښتنې ته احترام ولري او ملي بيرغ پر خپل ځای پرېږدي.
د لوګر ولایت یو بل تن اوسېدونکی خان ولي بهرام زوی اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د کورنۍ د ۱۴ غړو یې فورمې د برښنايي پېژندپاڼو مرکز ته سپارلې، خو هغو د ۲۲ ورځو په تېرېدو لاهم د بایومټریک لپاره بلنه نه دی ورکړې، نوموړې د دې مهمې پروسې د چټکتیا او په کې د شفافیت غوښتنه کوي.