د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو پرلپسې اقدامات د دې ښودنه کوي چې دا ډله د نړيوالو له مثبت تعامل څخه سوء استفاده کوي، دوی انګېري چې هيڅوک د دوی د مخنيوي وس نه لري.
شکين، زيړوک، وړممۍ، برمل او ځينې نورې د پکتيکا هغه ولسوالۍ بلل کيږي، چې غرونه يې په پریمانه ډول طبیعي ونې لري او د سيمې ځايي خلک يې له جلغوزيو ونو په کلني ډول د پام وړ عوايد لاسته راوړي.
زموږ په ټولنه کې ښځه د خپل ژوند په هر پړاو کې له يوې نوې ناخوالې سره مخ وي او په هر پړاو کې يې د ملکيت دعوه داران زياتېږي په ځانګړې توګه د يوې کونډې ښځې پر سر لانجه د پښتنو د بد دود يوه توره برخه ده.