په ننګرهار کې د رواني ناروغیو ډاکټر عبدالقیوم وایي، رواني ناروغان د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند اړوند چارې په سم فکر او قضاوت ترسره کړي.
دغه کتابتونونو ته هره ورځ مازدیګر مهال له لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې نجونې او هلکان راځي او خپل د خوښې وړ کتابونه لولي.
محمد زبیر د سوداګریزو موټرو یو چلوونکی دی وایي، چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو ور اوښتو پروسه ځنډنۍ پرمخ بیایي چې له امله یې تورخم کې سلګونه لارۍ په ورځو ورځو ولاړې وي.
ارزګان کې یو تن کروندګر وايي، چې سږکال يې د کوکنارو پرځای غنم او نور کرنیز توکي کرلي، خو په خبره یې چې هېله نه لري چې یاد کښتونه دې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
داسې ښکاري چې ښايي اردوغان دويم پړاو ټاکنې په اسانۍ سره وګټي، ځکه له يوې خوا په لومړي پړاو ټاکنو کې تر خپل سيال وړاندې و او بل ورسره د ښي اړخو يو بل نوماند سنان اوغلو هم يو ځای شوی دی.
د نازیانو ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، اوس او هم یې د تېرو کلونو پر مهال د سیمي ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګه کړی بلکې د سیمي په موسم یې هم ناوړه اغیزې کړې دي.
کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د افغانستان يو شمېر سياسي رهبران يو په بل پسې ترکيې، خليج، اروپايي هيوادونو او د نړۍ نورو ګوښو ته ولاړل او وروسته يې سياسي ائتلافونه جوړ کړل.
د وطني کبانو د فارمونو مسوولين وايي، په بازارونو کې د بهرني کبانو د غوښو خرڅلاو، د کبانو لپاره د مناسبې خوراکې نشتون او وچکالۍ له امله زيات شمېر فارمونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
عليشېر، تڼي، باک، صبري، دوه منده، اسماعېل خېل، سپېره او ځينې نورې د خوست هغه ولسوالۍ دي، چې پکې د ښوونځيو ډيری زده کوونکي د زده کړو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین د کابل-جلال اباد دویم لین سړک په اړه وایي، چې دا ډول لويې او په نړیوالو لګښتونو تمویلېدوونکې پروژې بشپړول د دوی د وس کار نه دی.