د کړکېچ د نړيوالې ډلې د يوه کارپوه په وينا، افغانستان ته د لسګونو زرو کسانو ستنېدل به د دواړو هيوادونو لپاره يو وېروونکی خوب وي. د دې کارپوه په وينا، د افغانستان فلج اقتصاد همدا اوس نه شي کولای د هغو ۵۰۰ زرو کسانو لپاره کار پيدا کړي چې هر کال د کار بازار ته راځي. دا تصور خو بېخي نه شي کېدلای چې دا حکومت به زرګونو راستنېدونکو ته کار ورکړي. د شنونکو په اند، دا وضعيت د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد تر فشار لاندې راولي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایيې ادارې له شمېرو سره سم، د دې ډلې سرپرست حکومت د واک له نيولو وروسته بيا د سږکال تر غبرګولي مياشت پورې تر ۳۵۰ ميليارده افغانيو زيات عايدات ترلاسه کړي او تر ۲۶۱ ميليارده زياتې افغانۍ يې مصرف کړې دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې کوم درسي کتاب په نصاب کې شامل شوی دی، په هغه کې د اسلامي ثقافت مضامين د پوهنتون «زړه» او «د اسلامي ارزښتونو او باورونو د دفاع لپاره تر ټولو پياوړی «سنګر» بلل شوي دي.
کوچیان
د افغانستان د بېلابېلو سيمو له مېشتو خلکو سره د کوچيانو شخړې نوې پديده نه ده. کوچيان په ځينو موسمونو کې پر ځمکو، څړځايونو او کښتونو خپل جنجالي تګ پېلوي.
دا راپور په طالبانو کې د واک د اصلي برخوالو تر منځ د قبيلوي اړيکو له اړخه د طالبانو له اوسنيو موجودو واقعيتونو څخه يو څرک دی.
افغانستان د اسیایي هيوادونو په منځ کې د ماشومانو او ميندو د «تر ټولو لوړې» کچې لرلو له وجې تر ټولو بدترين او په نړۍ کې د همدې کچې نهم هيواد دی.