د جلال اباد ښار اړوند د سبزاباد په تاریخي غونډۍ کې چې له تېرو درې کلونو راهیسې په کې د لرغونو توکو موندلو پسې کندنې رواني دي، د چارواکو په وینا تر دا دمه ۲۳۶ بیلابیل لرغوني توکي او وداني په کې موندل شوي، چې ان ځينې يې تر میلاد وړاندې دي.
د ننګرهار کانال د کرنې په برخه کې د هېواد یوه له بنسټیزو پروژو ده، چې په ۱۹۶۱ز کال کې جوړ شوی دی. دا کانال د کابل له سیند سرچینه اخلي، چې ټولیز اوږدوالی یې نږدې ۷۰ کلیو مټره دی. ۱۲ زره هکټاره حکومتي او نږدې ۲۵ زره هکټاره شخصي ځمکې ترې خړوبېږي.
د ګردېز ــ ډنډپټان ولسوالي د مهمې لويې لارې د تړل کېدو په اړه د اطلاعات روز له رپوټ خپرېدو وروسته امنيتي ځواکونو دا لويه لاره، چې وسله والو طالبانو له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې تړلې وه، بېرته د خلکو د ډاډمن تګ، راتګ په مخ خلاصه کړه.