پکول پر سر کول په افغاني ټولنه کې د ډیرو لپاره د سینګار او کلتور برخه ګرځیدلې. کونړ کې جوړ شوي پکولونه بیا ډیر مینوال لري، یوازې په کور دننه نه، بلکې پښتونخوا او ان اروپا کې هم خورا مشهور شوي.
له پاکستانه راستېدونکي کډوال په پاکستان کې د بد ژوند ګڼې ترخې خاطرې بيانوي او په هيواد کې هم د سرپناه، روزګار او امکاناتو له نشتونه شکايت کوي. دوی وايي چې په پاکستان کې يې پر خصوصي حريم تېری شوی او اړ کړل شوي چې دا هيواد پرېږدي.
که څه هم د خوست جوړېدونکې هوايي ډګر لا تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی، خو د تېرې دوشنبې سهار له عربي اماراتو له مساپرو بار د اریانا افغان هوایي شرکت يوې الوتکې ناسته وکړه.