سوداګر همداراز دماليي د ورکړې په نوم د مرکز څخه دهغه دوسیو د بیرته رالیږدولو غوښتنه هم کوي، کوم چې په جمهوري نظام کې دفساد په شک کې مرکز ته لیږدول شوي. د سوداګرو په وینا د یادو دوسیو په برخه کې یې غوښتنو ته چا پام نه دی کړی.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له اوږده ځنډ وروسته د سړکونو د داغ نیونې چارې پیل شوې. د جلال اباد ښاروالۍ مسوولان وایي، چې دوی په پام کې لري، څو د ښاروالۍ له بودیجې د ښار په څلورو ناحیو کې ( ۳۶۸۲) متره مربع سړکونه ترمیم او داغ نیونه یې ترسره کړي.
د محمدرحيم په نوم د کبانو یو بل ښکاري وایي، دوی د ماهیانو نیولو پر وخت کوچني کبان بیرته اوبو ته خوشې کوي دی د خلکو غوښتنه کوي چې د ماهیانو د نیولو پر وخت له احتیاط کار واخلي