د يادو سياليو د پیل په مراسمو کې لوبغاړو او د لوبو نندارچيانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم اجازه ورکړي چې زده کړې ترسره کړي.
د پکتیا ولایت د ښځو چارو رییسې نسرین اوریاخېل اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د یاد مارکېټ لپاره بودیجه ځانګړې شوې او په نږدې وخت به یې د جوړېدو چارې پیل شي، اوریاخېل دا ځانګړی بازار د لاسي صنایعو د ودې لپاره هم مهم بولي او وايي، چې له دې لارې به کلیوالي ښځې په لاس جوړ کړي توکي په ډاډه زړه خرڅلاو ته وړاندې کوي.
د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له سختو جګړو او د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي پوستو، سیمو او د لویو لارو تړل کېدو وروسته ۲۰۳ تندر قول اردو د همدې لارو خلاصون او په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل کړي.