ملي امنیت
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) اطلاعات روز ته وویل، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اخندزاده کلي کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.
د بسم الله کور
د طالبانو ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) پر خپل ټوېټر خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې برید مسوولیت په منلو سره ویلي، چې دغه برید له موټربمه په ګټنې او په سپکو او درنو وسلو سمبال د دې ډلې د څو جنګیالیو له خوا شوی دی.
فساد
دغه راپور موندلې چې افغانستان د فساد پر ضد د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو په برخه کې «مثبت» ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې چې لا هم ګڼې نیمګړتیاوې لکه د روڼتیا او حساب ورکولو د لا ډیرولو اړتیا پرځای پاته ده .
الینا راډیو
الینا راډیو د نورستان ولایت نورګرام ولسوالی کې موقعیت لري. په ۲۰۱۱ میلادی کال کی یې فعالیت پیل کړ، چې  د نورستان نورګرام او دواب ولسوالۍ او د لغمان شمالي برخه او الینګار ولسوالۍ یې تر پوښښ لاندې لرلې.