خوارځواکه ماشوم
یونېسف په دوام کې خبرداری ورکړی چې له یو میلیون زیات افغان ماشومان ښایي له سختې خوارځواکۍ له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړي، خو زیاتوي که یې درملنه وشي، داسې کوم څه به پېښ نه شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.
دې شورا خبرداری ورکړی چې که نړۍ د افغانستان د وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې شي او د طالبانو په اړه خپل دريځ بدل نه کړي، نو شونې ده چې يو ځل بيا «د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر پېښي د خطرناکو» پېښو شاهدان واوسو.
بګرام اډه
د چاپېریال ساتنې ملي اداره همدارنګه وایي، دې ادارې له دوو کلونو را په دېخوا د امریکایي او ناټو ځواکونو، امریکا سفارت، USAID او بګرام هوایي ډګر له اړوندو مسوولینو سره یې په دې تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.