د اسعد اباد په ولایتي روغتون کې د روغتیايي معلوماتو د سېستم مسوول ډاکټر خان محمد وايي، نری رنځ ساري ناروغۍ ده، چې په آسانۍ یې درملنه او مخنیوی کېدلی شي، خو په خبره یې په دې برخه کې لږه ناغېړي د ناروغ د مرګ باعث ګرځي.
ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې طالب ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) د د دغه کس جسد د دهراوود ولسوالۍ اړوند «دهزک» سيمه کې موندلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولته هم غوښتي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو ډلييزه شړنه دې ودروي او له نړيوالو بشري حقونو سره سم دې د پناه غوښتونکو د حقونو ساتنه وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې د ويانا غونډه د اقدام په غوښتنې سره پای ته ورسیده او له ښکېلو اړخونو وغوښتل شول چې په افغانستان کې د رواني روغتيا په خدماتو او د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په مخنيوي کې همکاري وکړي.