تېره اونۍ طالبانو د پکتیکا د بکخیل ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قومندان بدرالدین مشهور په «بدو» خوست ولایت کې ونیوه او وروسته په هغه تور پورې شو چې نوموړی له «مقامت جبهې» سره د مالي مسوول په توګه کار کاوه.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيداحمد سعيدي وايي، چې په دې ولايت کې لسګونه روغتیایي مرکزونه د شخصي کورونو څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وایي، د دغې پروژې په پشپړیدو سره به د شرکت د بریښنا ستونزه حل شي او ټولې اوبه به د سولریزې بریښنا پر مټ تر کورونو رسوي.