متحده ايالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه له افغانستانه خپل شاتګ بشپړ کړ. په دې وتلو سره د دوو لسيزو هغه جګړه پای ته ورسېده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته پيل شوې وه.
ډاکټر سیداحمد شاداب وایي، یاد کمپاین د کندهار په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندق (UNCEFF) په تخنیکي همکارۍ او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي لګښت د شلو ورځو لپاره پېل شو.
د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلاف شکونه تېره اونۍ په خوست کې د دې ډلې د کورنيو چارو د سرپرست وزير سراج الدين حقاني تر وينا وروسته، زيات شول.
په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي دا خبر تاييدوي او وايي، چې دې ځوان لومړی خپله مور د چاقو په ګزار سره وژلې او وروسته يې د هغې مړی سوځولی دی.
د دې ولايت يو اوسيدونکی محمدشفيق وايي، چې د پاکستانۍ کالدارو په بنديدو سره يو شمير هټۍوالو پر خپل سر نږدې د ټولو توکو نرخونه لوړ کړي دي.
راپور زياتوي چې د ټي ټي پي پراخېدونکی تاوتريخوالی «د دې ډلې سياسي او مادي وده ښيي، سياسي جوړښت يې قوي شوی او خپل جنګيالي، ځانمرګي، وسلې او مهمات زياتوي».
د کوف آف لپاره د طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييدوي او وایي، چې په وروستيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله څو نورې ښوييدنې هم شوي خو ځاني تلفات نه لري، مګر مالي زيانونه يې رسولي دي.
هلسينکيټايمز ليکلي، چې دا لارښودونه د اروپا د کډوالۍ شورا (EUAA) راپور منعکسوي چې ويلي يې و په افغانستان کې د هزاره وګړو حالت نور هم خراب شوی دی.
د ده په وينا، په دې روغتيايي مرکز کې په نشيي توکو ۳۰ روږدي کسان چې له ښاره راټول شوي دي، د درملنې په موخه بستر دي.
حماد په يوه ټويټ کې ليکلي، هغه ښکنځلماران چې ځانونه يې د طالبانو د حکومت برخه بلل او خلک يې د هوايي ډګر مخې ته توهين کړي و، هم نيول شوي دي.