سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې ويلي: «د صهيونيستي رژيم جناياتو ته په ځواب کې د سپاه هوايي ځواکي په اشغال شوې ځمکه کې يو لړ اهداف د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مټ په نښه کړل.»
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۴ د وري) په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې د تیز باد او باران له کبله د تندر پریوتو دوه جلا پیښې رامنځته شوې دي.
همداراز طالبانو زياته کړې، دوه نور تنکي ځوانان چي سره وروڼه وو د کندهار اړوند «عینو مېني بند» ژورو اوبو کې د لمبېدو پر مهال غرق شوي.
د طالبانو مسوولينو د دې کس له نوم اخیستلو پرته ویلي چې نوموړي څلورویشت کاله عمر درلود او جسد یې د سپین بولدک ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.