د ارزګان اوسيدونکي وايي د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او اړ شوي چې په خپلو ماشومانو درانه او شاقه کارونه وکړي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست مطبوعاتي امر مولوي محمد قاسم ریاض نن (سهشنبه، د سلواغې پر۱۲مه) اطلاعات روز ته وویل چې دغه درې ټرافیکي پېښې تیره ورځ ګرشک ، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
هغه راپور چې تېره یکشنبه (د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې دغه لوبه به نن (سهشنبه، د سلواغې په ۱۲مه) د افغانستان پر مهال ماښام ۵:۳۰ بجې وي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند مرستيال حافظ حنيف د دوشنبې په ورځ ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې نيول شوي کسان اصل کې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ دي چې اوس مهال په کندهار ښار کې ژوند کوي.
هغه راپور چې تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.
هغه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د سلواغې) یو ټوېټ کې لیکلي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د سقوط حال کې دی.
نوموړی وایي، د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې د امنیتي ځواکونو له لوري څیړنې پیل شوې دي.
نوموړی وايي د کندهار ښار د پنځلسو ناحيو ټول سړکونه د ښاري کوچنيو موټرو په ظرفيت جوړ شوي او هغه غټ او باروړونکي موټر چې پر يادو سړکونو تګ راتګ کوي د سړکونو د خرابيدو لامل ګرځي.
امنیه قوماندانۍ څخه نن (دوشنبه، ۱۱ د سلواغې) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاسپورټ د وېش ټولې اداري چارې به تر یادې مودې ځنډېدلي وي او د بیا پیل لپاره به یې وروسته پرېکړه نیول کېږي.