اعلامیه کې راغلي، چې ياد کسان د هغوی جرمونو ته په کتو له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي او همدارنګه هر يو له شپږو مياشتو څخه بيا تر پنځو کلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د وږي) د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوې سراچې او کرولا موټر ټکر کړی، چې له امله یې یوه میرمن مړه او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
يو څه وخت وړاندې د کابل پر هوايي ډګر د بريد د کليزې پوره کېدو پر مهال د امريکا له فلوريډا ايالت څخه جمهوري غوښتونکي استازي کوري ميلز اعلان وکړ چې د دې هيواد د دفاع وزير لوويډ آسټين د استيضاح په اړه يې طرحه د متحده ايالاتو کانګرس ته لېږلې ده.
د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، د تورخم دورازه سبا سهار (جمعه، ۲۵ د وږي) ۰۸:۳۰ بجې خلاصېږي، چې مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته به د پخوا په څېر د تګ-راتګ اجازه ورکړل شي.