هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په «تاجکانو» کلي کې د یو کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍدوه تنه مړه شوي.
همدا راز، په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه (پنجشنبه) د همدې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې په يوه کور کې چت لويدلی چې له امله يې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د دې سېلابونو له وجې په افغانستان کې ۳۵ تنه مړه شوي او ۴۷ نور ژوبل شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت دې چارواکي همدا راز د افغانستان د «اوسني سخت وضعيت له مسوولو» هيوادونو غوښتي چې د دې وضعيت په تړاو دې خپل مسووليتونه په جدي توګه ترسره کړي.
ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ – راتګ لګول شويو محدوديتونو د دې ښځو لپاره ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.
د وژل شوي کس یو خپلوان محمد اصف وایي، چې د ملک شیر محمد په نوم دغه قومي مشر تېره شپه (چهارشنبه، ٢٩ د وري) د پاکستان د پېښور اړوند «رینګ روډ، افغان کالونۍ» سیمه کې د ناپیژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې په پېښه کې د دوو ژوبلو مېرمنو روغتيايي وضعيت نازک دی.
د طالبانو پولیسو ویلي چې د دې ځوان نوم «سيد احمد» و او د جيب خرچې پر سر له پلار سره تر ناراضه کېدو وروسته يې خپل ژوند پای ته رسولی.
د د هقان په خبره، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د مړې شوې مېرمنې نږدې خپلوان د جنازې لیدلو لپاره د بلاکونو دېوال ته پورته شوي، چې له امله یې دېوال غورځېدلی دی.