خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.
پرلت وهونکی سميع الله وایي، د خپلو مشرانو او پرلت له لارې هڅه کوي چې غوښتنې یې ومنل شي، خو په وینا يې که د پاکستاني حکومت سره پایلې ته ونه رسیږي، نو د ښارونو دروازې به وتړي او په واټونو کې به یې لاريونونه پېل کړي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سلمانیانو شمیر تر ۵۰۰ پورې رسیږي چې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي، خو د طالبانو د امربالمعروف د لګول شوي بندیزونو له کبله زیات شمیر سلمانیان د اقتصادي ستونزو مخ او خپل کاروبار یې پرییښی دی.
د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.
ارزګان کې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولین وايي، چې په تېرو شاوخوا ۱۷ مياشتو کې دغلته ۵۸ دښمنۍ د قومي مشرانو لخوا په دوستۍ بدلې شوي دي.