ولسمشر ننګرهار کې
ولسمشر غني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخه اصلاحاتو پر پلي کیدو ټينګار وکړ او له ولسونو سره یې ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، بریښنا، ترانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.
پکتیا بالاحصار
نوموړی وايي: «دلته مونږ پلان لرو، چې له ترمیم وړاندې په کې عامه کتابتون جوړ کړو، ځکه ځینې ودانۍ یې د استفادې وړ دي، نو دغه کتابتون به د ولایت په کچه وي او همدلته به نورې فرهنګي ناستې هم ترسره کیږي.»
په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو اوسېدونکي وايي، د هغو موسېساتو د کاربندیز په اړه یې اندېښنې ډېرې شوې له اړمنو خلکو سره یې په روغتیا، پوهنې او د لومړینو خوراکي توکو برخه کې مرستې کولې.
پکتیا
د دې بېځایه شویو کورنیو لپاره د مرستو په خاطر د پکتیا ولایت مدني فعالانو نن په مرکز ګردېز کې د خبري ناستې پر مهال له مرکزي او ولایتي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې دې خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي. مدني فعالان وايي، که د زرمت او روحاني بابا له بېخایه شویو سره په وخت د خوارکي او سرپنا برخه کې همکاري ونه شي، نو دا خلک له به ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.