د یوې کارخونې مسوول وایي، هيواد ته تر ډيره له پاکستان او چين هيوادونو څخه وچې شېدې وارديږي چې په خبره یې ښايي د څو راتلونکو کلونو په ترڅ کې کندهار کې د مالدارۍ سیستم ډير اغيزمن کړي.
کاکړ د جرګې په تړاو په وضاحت ورکولو سره وایي، که دوه کسان خپل منځ کې د يوې ستونزې لپاره خبرې کوي هم جرګه يې ده او که لوی قومونه د مشکلاتو د حل لپاره ډېرو قومي مشرانو ته واک ورکوي، هم جرګه ورته ويل کېږي.
تر هلمند وروسته ارزګان د تاریاکو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کیده، چې د طالبانو د بندیز وړاندې د کروندګرو روزګار د کوکنارو په کښت جوړ او ورځ یې چلیده، خو اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله په دغو ولایتونو کې ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.